د هندي بانک نوټونو بدلون وروستۍ شېبې

هند بانک نوټونه د انځور حقوق Reuters
Image caption هند حکومت پېسو برالا کولو لپاره د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو بانکي نوټونه ناچله اعلانه کړل

په هند کې خلک د جمعې ورځې تر پایه وخت لري، چې ناچله اعلان شوي بانکي نوټونه په بانکونو او پوسته خانو کې بدل کړي او که داسې و نه کړي، ښايي ورسره شته پېسې بې اهمیته شي.

تېره میاشت هند حکومت د جعلي او یا نا معلومو پېسو برالا کولو لپاره د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو بانکي نوټونه ناچله اعلانه کړل.

د دغه بندیز عملي کېدو د څرنګوالي په اړه خلکو بېل نظرونه لرل.

د دغو پېسو مصرفولو او یا مبادلې لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل وار له مخه تېر شوی دی.

یو شمېر کسان او په ځانګړې توګه هغه هندیان، چې له هېواده بهر ژوند کوي د هند مرکزي بانک له څانګو دغه نوټونه د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې بدلولای شي، خو ویل کېږي، چې د یوه عادي بینک پرتله به دغه بهیر ډېر پیچلی وي.

بل لور ته د هند پارلمان د داسې قانون جوړولو ته چمتوالی کوي، چې له مخې به یې د ۲۱۰۷ کال د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته د پخوانیو نوټونو ساتل جرم بلل کېږي.

بانکي حسابونه

چارواکي تمه کوي، چې دې سره به ډېر خلک د بانکي حسابونو درلودو او دغه راز پر نغدو پېسو تکیې کمېدو ته لاره هواره شي. خو داسې اندېښنې هم شته، چې په ځانګړې توګه لرې پرتو کلیوالو سیمو کې لا هم ګڼ شمېر کسان بانکي حسابونه نه لري.

چارواکي وايي د پخوانیو نوټونو بندیدو سره د مالیو ورکړې کې هم د پام وړ ډېروالی لیدل شوی دی.

منتقدین بیا ادعا کوي، چې دې سره د فساد کچه هم نه ده ټیټه شوې او ډېرې هغه پېسې چې ګرځنده وي بېرته په اقتصادي نظام کې ځای پر ځای شوې او دې سره د اقتصاد چټکه کچه سوکه شوې ده.