چین د ترهرګرو په نوملړ کې د مسعود اظهر نوم شاملېدو مخنیوی وکړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند پټان کوټ سیمه کې د هندي پوځ پر مرکز له برید وروسته د هند ممبۍ کې د مسعود اظهر پر ضد مظاهره

هند د جمعې پر ورځ ویلي چین د هند له لوري د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د مولانا مسعود اظهر د نوم شاملولو مخنیوی کړی.

هند پر مسعود اظهر او د هغه پر ډلې جېش محمد تور پورې کوي، چې د پټان کوټ پوځي مرکز برید په ګډون یو شمېر بریدونو کې لاس لري.

پاکستاني پوځیانو له پټان کوټ برید وروسته له مسعود اظهر نه پوښتنې ګروېږنې کړې وې، خو وروسته یې وویل، چې دوی کوم ثبوت و نه موند.

جیش محمد ډله وار له مخه د ممنوع اعلان شویو ډلو په لیست کې شامله ده، خو د مسعود اظهر نوم د امنیت شورا په نوملړ کې شامل نه دی.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوارب له قوله ویل شوي، چې 'هند نهه میاشتې مخکې له امنیت شورا غوښتنه کړې وه، چې د مسعود اظهر نوم باید دغه نوملړ کې شامل شي او نورو هېوادونو یې ملاتړ کړی و. '

د چین مخنیوی

خو نوموړی وايي 'چین چې اپریل میاشت کې یې دغه پرېکړه لیک ځنډولی و، اوس یې مخه ډب کړې ده. ' د ښاغلي سوارب په خبره:

'' تمه مو دا وه، چې د ترهګرۍ له کبله ټولو ته د متوجه خطر په اړه به چین تر بل هر چا ښه پوهیږي. ''

د نوموړي په وینا 'د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالې ټولنې له لوري فعالیت نه کول، د دوه مخۍ له کبله دي. '

چین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. هند له څه مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي، چې پاکستان له جیش محمد ډلې نه د پردې تر شا په هند کې د لاسوهنې لپاره کار اخلي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.