د نوي میلادي کال په درشل کې بریتانیا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

د انځور حقوق Getty Images

د نوي میلادي کال رارسېدو په درشل کې او په جرمني او فرانسې کې د لارۍ پر مټ تر بریدونو وروسته په لندن او د بریتانیا په نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.

لندن کې د نوي کال اورلوبې مراسمو کې ګډونوالو باندې ۱۰۰ زره ټکټونه خرڅ شوي دي. ټاکل شوې چې په دې ښار کې وسله والو پولیس ځای پرځای شي او د مراسمو سیمې چارچاپېره سمټي موانع کېښودل شي.

همداراز به د لندن ښار ځینو سیمو کې د موترو پر تګ راتګ بندیز ولګول شي.

د مانچستر ښار پولیسو هم ویلي؛ په برلین کې د کریسمس بازار تر پېښې وروسته یې خپل امنیتي تدابیر کلک کړي دي.

د بریتانیا د ترانسپورت پولیسو ویلی؛ د عمومي رېل ګاډو په شبکو کې به ګزمې ولري او وسله وال پولیس به د لندن مټرو شبکې څارنه وکړي.

نن شپه به د لندن ښار په واټونو کې نژدې درې زره پولیس حضور ولري.

مراسم آتش‌بازی سال نو در لندن
Image caption لږ ترلږه ۱۰۰ زره کسان به د لندن په اورلوبه کې ګډون ولري

د لندن پولیسو یوه چارواکي ویلي؛ مراسمو کې د ګډون لپاره خلکو ته د ډاډ ورکولو په موخه، پولیس له بېلابېلو لارو هڅه کوي د هغوی امنیت وساتي.

د سکاټلېنډ پولیسو هم ویلي؛ د مراسمو ترسره کېدو پرمهال به د اېډنبرا په لارو کوڅو کې د پولیسو حضور د پام وړ وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سکاټلېنډ پولیسو هم ویلي؛ د مراسمو ترسره کېدو پرمهال به د اېډنبرا په لارو کوڅو کې د پولیسو حضور د پام وړ وي.