د امریکا کانګرس غړی د "خپلې ښځې ډبولو" له امله ونیول شو

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي کرولي په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي تورنو کسانو ته د سزا زیاتېدو ته مثبته رایه ورکړې وه

د سوېلي کارولینا پولیسو د امریکا کانګرس یو جمهوریپال استازی په کورني تاوتریخوالي او خپلې ښځې لور ته د وسلې پر نیولو تورن کړی دی.

د امریکا استازو جرګې کې د سوېلي کارولینا ځوان استازي کریس کورلي د ماشومانو غږ د هغه د کور ټېلفون ترشا اورېدل کېږي چې پولیسو ته شوی و او دی پکې د خپلې مېرمنې ګواښلو په حال کې دي.

دا پېښه تېره دوشنبه رامنځته شوې، او پولیسو یې نن (شنبه دسمبر ۳۱مه) رسنیو ته راپور ورکړی دی.

دا داسې مهال کې ده چې ښاغلي کرولي په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي تورنو کسانو ته د سزا زیاتېدو ته مثبته رایه ورکړې وه.

د هغه ثبت شوي غږ په یوه برخه کې چې سیمه ییزې ورځپاڼې ایکن ستندرد خپره کړې، د ښاغلي کرولي د ماشومانو غږونه اورېدل کېږي چې وایي: "پلاره مه کوه. پلاره بس دی ... پلاره څه کوې؟"

پولیسو سره په دویمه اړیکه کې، هغه ښځه چې د پولیسو په وینا د ښاغلي کرولي خواښې ده د ټېلفون ترشا مامور ته وایي؛ "هغه خپله مېرمنه وډبوله او ګواښ کوي چې پخپله به یې ووژني."

د د ښاغلي کورلي نیول کېدو په تړاو د ایکن ستندرد د راپور له مخې؛ هغه په سوک پر خپلې مېرمنې ګوزار کړی او وروسته یې د هغې پر لور وسله نیولې ده. دا پېښه د کورنۍ د اته کلن ماشوم تر سترګو وړاندې رامنځته شوې ده.

ښاغلی کورلي او مېرمنه يې درې ماشومان لري.

د ایکن ستندرد د راپور له مخې؛ ښاغلي کورلي پولیسو ته ویلي، مېرمنه یې داسې انګېري چې ده خیانت کړی او په حقیقت کې ده د برید پرمهال یوازې خپله مېرمنه شاته ټېل وهلې ده.

کریس کورلي ۳۶ کاله عمر لري، جمهوریپال استازی او یو حقوقي وکیل دی چې تېر کال یې په سوېلي کارولینا کې د سوېل کنفدرېشن بیرغ ټولولو د مخنیوي لپاره ډېره هڅه وکړه.

دا بیرغ وروسته له هغه ټول شو چې د شمالي کارولینا د چارلسټن ښار په یوه کلیسا کې د یوه سپین پوستي امریکایي په لاس ۹ تورپوستي ووژل شول.

دا سیاستوال اوس د ۲۰ زره ډالرو د وثیقې په قید خوشې شوی، خو که محکه کې مجرم وپېژندل شوي، زندان کې په ۱۵ کاله بند محکومېږي.

اړونده مطالب