'اسلامي دولت' ډلې د استانبول پر "شپه کلب" د برید پړه منلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ترکي پولیسو د برید کوونکي عکس چې په ویډیو کې راغلی خپور کړی.

"اسلامي دولت" نومې ډلې ویلي، د ترکیې استانبول کې د نوي کال د خوښیو لمانځلو پرمهال پر یوه شپې کلب برید دوی کړی دی چې د ۲۵ بهرنیانو په ګډون ۳۹ کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

اسلامي دولت ډلې په یوه بیانیه کې ویلي دا برید "یوه اتل سرتېري" کړي دی.

د نوي کال په شپه پر یوه نامتو شپه کلب په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.

د ترکیې سیمه ییزې رسنۍ وايي، په برید کې د اسرائیلو، روسیې، فرانسې، تونس، لبنان، هند، بلجیم، اردن او سعودي عربستان ۲۵ وګړي هم وژل شوي، چې د لاندې هېوادونو دي:

  • ترکیه: ۱۱
  • سعودي عربستان: ۷
  • عراق: ۴
  • لبنان ۳
  • د اردن، هند او مراکش دوه دوه وګړي
  • د اسرائیلو، سوریې، فرانسې، تونس، بلجیم، کویت، کاناډا او روسیې یو- یو وګړی

له بلې خوا د ترکيې پولیس وايي، د هغه وسلوال لټون ته ادامه ورکوي چې دغه برید یې کړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي، پولیس لاهم د برید کوونکي 'ترهګر' په لټه کې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نوي کال پر شپه ترکیه کې خونړی برید

د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان استانبول کې د شپې پر کلب برید یوه ډېره ''ناوړه'' پېښه بللې چې وايي هدف یې هېواد کې د ''ګډوډۍ جوړول'' دي.

د استانبول چارواکي وايي د شپې پر یوه کلب برید کې د ۱۵ بهرنیانو په ګډون لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي.

په پېښه کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي چې د کورنیو چارو د وزیر په وینا، ۶۹ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اردوغان وايي، د استانبول برید د ترکیې د ګډوډولو په موخه شوی، خو کوم لوري یا چا ته یې د پړې ګوته ونه نیول

ترکیې دا یو 'ترهګریز برید' بللی دی.

د استانبول والي واثب شاهین وايي، په وژل شویو کې یو پولیس مامور هم دی.

تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې او د برید کوونکي په اړه هم معلومات نه شته، خو ښاغلي شاهین ویلي دا یو "ترهګریز برید" و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د استانبول والي واثب شاهین وايي، په وژل شویو کې یو پولیس مامور هم دی.
د انځور حقوق Reuters
Image caption په وژل شویو کې یو پولیس هم دی

ترکیه کې 'پر کم عمره نجونو د تېري قانون' پر اصلاحیې اعتراض

روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې

دغه کلب چې رینا نومېږي د ارتکي په سیمه کې موقعیت لري. پېښه پر ځايي وخت ۱ بجه او دیرشو دقیقو را منځ ته شوې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د استانبول کلب کې د بېړنۍ مرستې ډله

د استانبول والي وايي په دغه پېښه کې یو بریدګر ښکېل و.

د دې ترڅنګ د ترکیې سي این این تلویزیوني کانال په یوه رپوټ کې ویلي بریدګر د سانته کلاز (بابا نوئل) جامې اغوستې وې.

ویل کېږي د برید پر مهال سلګونه کسان په کلب کې وو.

استانبول د هر ډول ممکنه ترهګریز برید مخنیوي په موخه سخت امنیتي تدابیر نیولي وو او په ښار کې شاوخوا ۱۷ زره پولیس په دنده بوخت وو.

د انځور حقوق AP
Image caption د برید پر وخت په کلپ کې نژدې ۷۰۰ کسان موجود وو

په دې وروستیو میاشتو کې ترکیه د یو شمېر بریدونو شاهده وه چې د رپوټونو له مخې تر ډېره د دغو بریدونو تر شاه د کردي وسله والو او یا هم داعش ډلې لاس و.

څو ورځې وړاندې پلازمینه انقره کې د وینا پر مهال د روسیې سفیر ووژل شول. دغه برید یوه ترکیي پولیس افسر د خپلې رخصتې پر ورځ وکړ.

د انځور حقوق AP
Image caption د شپې کلب بهر د امبولانسونو کتار لیدل کېږي

له برید وروسته برید ګر په لوړ غږ وویل، چې دغه وژنه یې د سوریې حلب ښار کې د روسیې ښکېلتیا له کبله د غچ اخیستنې په توګه ترسره کړې.

  • دسمبر ۱۰: د استانبول له یوه فوټبال لوبغالي بهر دوې بمي چاودنې وشوې، چې په کې ۴۴ کسان ووژل شول، د کردانو یوې وسله والې ډلې د هغه برید پړه منلې وه.
  • اګست ۲۰: ګازیانتیف کې د واده پر مراسمو د بمي برید پایله کې لږ تر ۳۰ کسان ووژل شول، چې د پړې ګوته یې اسلامي دولت نومي ډلې ته ونیول وشوه.
  • جولای ۳۰ : ۳۵ کردي وسله والو هځڅه وکړه، چې یوه پوځي مرکز ته ننوځي، خو د ترکيې پوځیانو یې مخه ونیوله او ووژل شول.
  • ۲۸ جون: د استانبول پر اتاترک هوايي ډګر ډزې وشوې او بمي برید پرې وشو، چې پایله کې یې ۴۱ کسان ووژل شول، د دغې برید پړه پر اسلامي دولت نومي ډلې وغورځول شوه.
  • ۱۳ مارچ: د کردي وسله والو یوه موټر بم برید کې، چې انقره کې یې وکړ ۳۷ کسان ووژل شول.
  • ۱۷ فبروري: انقره کې پر یوه پوځي کاروان د برید پایله کې ۲۸ کسان ووژل شول.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د رینا په نامه دغه شپې کلپ د استانبول تر ټولو مشهور کلپ دی

دا برید داسې مهال شوی، چې د شنبې په ورځ (ډسمبر ۳۱مه) د نوي کال د مراسمو لپاره د نړۍ په ګڼو ښارونو کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

د لندن، بروکسل او برلین په څېر ښارونو کې زرګونه اضافي پولیس د ۲۰۱۷ کال د پیل مراسمو د امنیت لپاره ځای پرځای شوي دي.

پاریس، مادرید او نیویارک ښارونو کې سیمتي موانع ځای پرځای شوي دي.

د بنګله دېش ډاکه کې د نوي کال مراسمو لمانځلو بندیز لګول شوی، ځکه چې دغه ښار په وروستیو کې د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې د بریدونو شاهد و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې ایفل څلي شاوخوا کې د نوي کال لمانځلو ته ډېر امنیتي تدابیر نیول شوي

غبرګونونه

امریکا

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، چې دا مهال په هاوای کې په رخصتۍ دی، له ترکي چارواکو سره غمشریکي ښودلې ده. سپینې ماڼۍ دا یو "وحشیانه" برید بللی دی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نیډ پرایس ویلي "امریکا د استانبول پر شپې کلب دا ترهګریز برید، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي، په سختو ټکو غندي".

دی وايي، امریکا د ترکیې ملاتړ ته ژمنه ده، ترکیه زموږ د ناټو ایتلاف ملګرې ده چې د ترهګرۍ ختمولو کې له یو بل سره همکارۍ او ګډو هڅو ته ژمن یو".

بریتانیا

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د استانبول برید یوه ''ترهګریزه'' کړنه بللې او وايي چې بریتانیا له خپلو ترکي ملګرو سره په څنګ کې ولاړه ده.

ایران

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی. ارنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خولې ویلي، د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پروړاندې ښه مبارزه د ټولو ولسونو په یولاس کېدو کې ده.

پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په یوه پیغام کې ویلي ''دا ډېره ګرانه ده چې د ولسي وګړو وژنه په خپلو سترګو سړی ګوري، هغه هم د نوي کال د خوښیو لمانځلو پرمهال. ''

''ترهګر د اخلاقي ارزښتونو په کیسه کې نه دي. موږ ټول یې باید په مبارزه کې ګډې هڅې وکړو''.

یونان

د یونان د بهرنیو چارو وزارت د برید د غندلو ترڅنګ ویلي، دا ''وحشیانه ترهګریز برید'' دی او

د انځور حقوق Anadolu Agency
Image caption موګریني وايي، له ترکیې سره به د سخت دریځۍ له منځه وړلو لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي

موږ د ترکیې له زړور ولس سره خپله خواخوږي وړاندې کوو.

اروپايي ټولنه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا مورګیني ویلي ''۲۰۱۷ کال استانبول کې په برید سره پیل شو. موږ د قرباني شویو له کورنیو سره خواخوږي کوو. د دا ډول غمیزو د مخنیوي لپاره به موږ خپل کار ته دوام ورکړو''.

اړونده مطالب