د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر دنده "وځنډول" شوه

د انځور حقوق MCIT
Image caption ویل کېږي عبدالرزاق وحیدي له افغانستان بهر دی.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته ویلي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست عبدالرزاق وحیدي دنده ځنډول شوې ده.

د مینه پال په خبره په مخابراتو وزارت کې د مالي مسلو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی: " د مالي مسلو تر سپیناوي پورې یې دنده ځنډول شوې ده".

ښاغلي مینه پال د مالي مسلو پر څرنګوالي نور څه ونه ویل، خو په افغان حکومت کې یوې سرچینې له نوموښودنې پرته بي بي سي ته ویليو چې ښاغلی وحیدي د مبایل ټلیفونونو له مالیې په ناوړه کار اخستلو تورن دی

په موبایل ټلېفونونو کې کارېدونکي کارتونه لس سلنه مالیه لري او په کال کې له ۶۰ میلیون ډالرو ډېرېږي.

دغه سرچینه وايي، د مخابراتو سرپرست تورن دی چې له ټاکلي پلاوي سره یې پوره همکاري نه ده کړې او په څېړنه کې یې هم لاسوهنه کوله.

* ولسي جرګه او د وزيرانو بې واکه کول

* ولسي جرګه کې د ۱۸ نوماند وزیرانو له ډلې ۱۰ رد شول

خو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت ویاند یاسین صمیم د ښاغلي وحیدي په تړاو د لویې څارنوالۍ د وړاندیزونو په هکله وویل:

" د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د سرپرست دنده په داسې مهال ځنډېیږي چې له دې مخکې ولسي جرګې هم باور رایه ترې اخیستې وه.

ولسي جرګې د افغان کابینې ۱۶ وزیران د پرمختیايي بودیجې د کم لګولو له امله استیضاح کړل، چې د دوی له ډلې یې له اوو باور رایه واخیسته، خو دغه اووه وزیران لا هم د ولسمشر د فرمان له مخې په کار بوخت دي".

ویل کېږي ښاغلي وحیدي له افغانستان بهر دی.

د افغانستان ولسي جرګې د نومبر پر ۱۵ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیر باور رایه واخیسته، خو نوموړی سرپرست ټاکل شوی و.

ولسي جرګې د عبدالرزاق وحیدي له خوا د پرمختیايي بودجې د نه لګولو له امله باور رایه واخیسته.

ولسي جرګې د افغان کابینې ۱۶ وزیران د پرمختیايي بودیجې د کم لګولو له امله استیضاح کړل، چې د دوی له ډلې یې له اوو باور رایه واخیسته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسي جرګې د نومبر پر ۱۵ د ښاغلي وحیدي په ګډون له شپږو وزیرانو باور رایه واخیسته.

عبدالرزاق وحیدي

عبدالرزاق وحیدي پر ۱۳۵۵ لمریز کال په کابل کې زېږېدلی او په شپږ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډوال شوی و.

نوموړی پر ۱۳۷۳ کال د لیسې زدکړو له بشپړولو وروسته اصفهان دولتي پوهنتون کې ته لار وموندله.

ښاغلی وحیدي په دغه پوهنتون کې تر ماسټرۍ پورې زدکړو بشپړولو وروسته د ایران ازاد پوهنتون کې استاد شو او پر ۱۳۸۱ کال افغانستان ته په ستنېدلو سره په کابل پوهنتون کې استاد وګومارل شو.

نوموړی له ۱۳۸۲ تر ۱۳۸۴ کال د افغانستان د کانکور ازموینې شورا غړی و.

هغه پر ۱۳۸۵ کال د افغانستان مالیه وزارت کې اداري مشر وګومارل شو.

پر ۱۳۸۹ کال د افغانستان د مالیې وزیر د دفتر مشر شو او پر ۱۳۹۰ لمریز کال د مالیې اداري مرستیال شو.

ورته مطالب