برازیل کې د تښتېدلو بندیانو لټون دوام لري

د انځور حقوق AP
Image caption اړدوړ کې د یوه وژل شوي بندي مېرمن

د برازیل په شمال کې پر زندان د برید او اړدوړ پرمهال لږترلږه ۵۶ بندیان وژل شوي او ګڼ نور بندیان تښتېدلي دي. پولیس وايي، د تښتېدلو بندیانو د موندلو عملیات دوام لري.

دا زندان د برازیل شمالي امازوناس ولایت په ماناوس ښار کې پروت دی، چې د چارواکو په وینا له ۷۸ تښتېدلو بندیانو یې ۴۰ بېرته نیولي دي.

پر همدې مهال، د بندیانو د کورنیو غړي په یوه سیمه ییز سړخونه کې راغونډ شوي چې د خپلو کورنیو د وژل شویو غړو مړي ترلاسه کړي. د ځینو بندیانو سرونه غوڅ شوي چې بدن یې نه پېژندل کېږي.

په یاد زندان کې د یکشنبې په ورځ اړدوړ پیل شو چې تر ۱۷ ساعتونو یې دوامن وکړ او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد. دا له ۱۹۹۲ کال راهیسې برازیل کې د زندان ماتېدو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.

د برازیل د زندان اړدوړ کې '۲۵ بندیان وژل شوي'

د برازیل زندان کې نښتې ۱۳ بندیان وژلي

د امازوناس ولایت د امنیت وزیر سرجیو فونټکس خبریالانو ته وویل: "دا د نشه يي توکو د قاچاق د خاموشې او بې رحمانه جګړې یو بل پړاو دی".

د انځور حقوق AFP
Image caption د زندان شاوخوا سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې ده

دی وايي، ظاهراً ښکاري چې اړدوړ د یوې سیمه ییزې ډلې "د شمال کورنۍ" د غړو او د هغوی د سیالې ډلې "د لومړۍ پلازمېنې قومندانۍ" ترمنځ دی.

د اړدوړ پیلېدو پرمهال د شپږو کسانو سرونه د زندان له ودانۍ بهر ته غورځول شوي. بندیانو د دوشنبې په ورځ خپلې وسلې سپارلې او ۱۲ ساتونکي یې خوشي کړي دي.

چارواکو د زندان دېوال ته څېرمه داسې یو ژور لښتی وموند چې ویل کېږي له هماغه ځایه بندیانو ته وسلې رسېدلې دي. په زندان کې هم وسلې او یو تونل موندل شوی.

د انځور حقوق AFP/SESIP/HANDOUT
Image caption په دې انځور کې ښودل شوي چې همدلته خونړی اړدوړ پیل شوی

پولیسو په وینو د لړل شویو او سوځېدلو کسانو انځورونه خپاره کړي چې د زندان یوې خوا ته امبار پراته دي. له اړدوړ وروسته د زندان د ننه ځینې تونلونه هم موندل شوي.

برازیل د ۶۰۰ زرو بندیانو له لرلو سره په نړۍ کې تر ټولو ډېر بندیان ساتونکی هېواد بلل کېږي.

رپوټونه وايي، د آنیسیو جوبیم په نامه زندان د ۴۵۴ بندیانو لپاره جوړ شوی، خو ۱۲۲۴ بندیان پکې ساتل کېږي.

په ۱۹۹۲ کال د ساو پاولو کاراندیرو زندان کې له اورپکو سره د جګړې پرمهال ۱۱۱ بندیان ووژل شول، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو وژل شوي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړۍ په کچه برازیل کې ډېر بندیان ساتل کېږي

اړونده مطالب

ورته مطالب