"روسیه امنیت شورا کې د افغان سولې په تړاو پرېکړه ځنډول غواړي"

وال سټریټ جورنال:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار د ویډیو کانفرنس له لارې له افغان حکومت سره د سولې تړون وکړ.

امریکايۍ ورځپاڼه وال سټریټ جورنال لیکي، روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغان سولې په تړاو د پریکړې مخه ډب کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، روسیې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړې چاره ځنډولې، ځکه د دغې سولې د هوکړې عملي کیدل په دې پورې تړلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لسته د دغې ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار نوم وویستل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې روسیه د ویتو حق لري او که ونه غواړي دغه پریکړه نه شي کیدای.

ورځپاڼه زیاتوي، د مسکو دغه ګام ته په افغانستان کې د امریکا د نفوذ د مخنیوي د یوې هڅې په سترګه کتل کیږي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړې ته په دې سترګه کتل کیږي چې ښايي د طالبانو لپاره هم د سولې لاره پرانیزي.

والسټریټ ژورنال زیاتوي چې د امنیت شورا غړو هېوادونو ته د داډول موضوع ګانو په اړه د پریکړې لپاره لس ورځې وخت ورکول کیږي خو روسیې ویلي د دغې موضوع په اړه د پریکړې لپاره له لسو ورځو زیات وخت ته اړتیا لري.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال ویلي وو، د بدو خلکو ځای ګونټنامو دی.

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ګوانتنامو زندان ته ځانګړې کړې، په بشپړه توګه د ولسمشر باراک اوباما له خوا د دغه زندان په تړلو کې پاتې راتلو ته اشاره کوي او زیاتوي چې نوی ولسمشر باید د ګوانتنامو زندان تاریخ په نظر کې ونیسي او د کمپاین پرمهال له هغې ژمنې تیر شي چې ویلي یې وو بد کسان به په ګوانتنامو زندان کې واچوي.

ورځپاڼه زیاتوي، که ښاغلی ټرمپ غواړي چې د ترهګرۍ په شک نیول شوي کسان محاکمه کړي نو د امریکا محکمې د دغې چارې ترسره کولو لپاره مناسبه مرجع ده. ورځپاڼه زیاتوي که ښاغلی ټرمپ غواړي د امریکا دښمنانو ته د پروپاګند لپاره چانس ور نه کړي نو د ښاغلي اوباما دنده دې پای ته ورسوي او دغه زندان دې وتړي.

هندو:

هندۍ ورځپاڼې The Hindu لیکلي چې هندي چارواکي غواړي له امریکایي، برتانوي او فرانسوي چارواکو سره د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې پریکړې په اړه خبرې وکړي او دغه راز په پام کې لري چې د امنیت شورا له نویو غړو بولیویا ، اتیوپیا ، قزاقستان او سویډن سره هم په دې اړه خبرې وکړي.

د چین د ملاتړ له امله څو ورځې وړاندې هند ونه توانید د جیش محمد ډلې په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه ترلاسه کړي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغه برید کې تر ۳۹ کسان وژل شوي دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې د برید په اړه چې مسؤولیت یې اسلامي دولت نومې ډلې واخست نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې په ۲۰۱۶ کال کې له سوریې او عراقه دباندې په ۱۸ هېوادونو کې دغې ډلې لږ تر لږه ۴۴ بریدونو مسوولیت منلی، چې له دې ډلې یې ځینې په افغانستان کې شوي دي.