فلپین کې 'اسلامپالو' تر ۱۵۰ ډېر بندیان خوشي کړي

د انځور حقوق EPA
Image caption د زندان مشر ویلي، بندیان له برید کوونکو سره د ساتونکو د نښتې پرمهال تښتېدلي دي.

د فلپین پر یوه زندان وسله والو اسلامپالو برید کړی چې تر ۱۵۰ ډېر بندیان یې خوشي کړي دي.

د فلپین سوېلي کیداپاوان ښار چارواکي وايي، برید په نیمه شپه د څه باندې سلو وسله والو له خوا شوی، چې نژدې دوه ساعته له ساتونکو سره جنګېدلي دي.

په نښته کې یو ساتونکی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي، خو د بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې پر زندان د برید پړه نه ده منلې، خو د زندان مشر ویلي، ښايي دا برید د مورو ازادي غوښتونکو اسلامي جنګیالیو کړی وي.

فلپین کې توپان ۱۰۰ کسان وژلي

مورو چې فلپین کې د ازادۍ غوښتونکو تر ټولو لوی مخالف سازمان دی، دا مهال له حکومت سره د سولې او جوړجاړي پر خبرو بوخت دی.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په سیمه کې له دغه سازمان نه مروره او جلا شوې یوه ډله له حکومت سره د سولې خبرو کې مخالفه او په سیمه کې فعاله ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption په نښته کې یو ساتونکی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي، خو د بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د کیداپاوان پر زندان برید کې ۱۵۰ بندیان په تېښته بریالي شوي، خو روښانه نه ده چې څومره بندیان له برید کوونکو سره په اړیکه کې وو.

د زندان مشر ویلي، بندیان له برید کوونکو سره د ساتونکو د نښتې پرمهال تښتېدلي دي.

تېر کال هم د 'موته' په نامه یوې اورپکې ډلې دغې سیمې ته څېرمه پر یوه زندان برید وکړ چې ۲۳ بندیان ترې وتښتېدل.

په یاد زندان کې یونیم زر کسان بندیان وو. دا چې زندان په یوه ځنګلي سیمه کې دی، د ساتونکو په ګډون لازمې اسانتیاوې نه لري.

فلپین کې د 'لسو زرو' کسانو د وژل کېدو وېره

تېر کال نشه يي او چاودېدونکو توکو کې درې ښکېل بنديان هم له دې زندانه وتښتېدل.

د فلپین ډېری وګړي کاتولیک مسیحیان دي، خو د هېواد په جنوب کې مینداوو سیمه تر ډېره د لږکیو مسلمانانو د اوسېدو ځای دی. هلته بېلتونپالي اسلامپالي هم له دولتي ځواکونو سره په جګړې بوخت دي.

د دوی ترمنځ په جګړو او چاودنو کې تر یوسل او شل زره ډېر کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مورو چې فلپین کې د ازادۍ غوښتونکو تر ټولو لوی مخالف سازمان دی، دا مهال له حکومت سره د سولې او جوړجاړي پر خبرو بوخت دی.

اړونده مطالب