د یمن جګړې کې ګڼ ولسي وګړي وژل کېږي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د یمن جګړې کې ګڼ ولسي وګړي وژل کېږي

يمن کې کورنۍ جګړه په زور کې روانه ده. د دغه هېواد تاوتريخوالي تازه پېښو کې د راپورونو له مخې د حکومت پلوه او مخالفو ځواکونو درمنځ نښتو کې يوازې د یوې کورنۍ پنځو تنو په ګډون یوولس ملکيان وژل شوي دي. جګړه د حوثي ياغيانو چې ايران یې ملاتړ کوي، او د سعودي په مشرۍ ائتلاف ترمنځ ده، چې له نژدې دوو کالو راهيسې یې يمن کې هوايي بريدونه پيل کړي دي.