د متحدو عربي اماراتو اوسېدونکي نه شي کولای ځناور کورونو کې وساتي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د متحده عربي اماراتو اوسېدونکي نه شي کولای وحشي ژووي کورنو کې وساتی

د متحدو عربي اماراتو حکومت په کورنو کې د پړانګانو او زمریانو په څېر د وحشي ژوویو پر ساتلو بندیز اعلان کړی.

په دغه شتمن هېواد کې د پړانګانو ساتل د ځینو لپاره د شمتنۍ سمبول بلل کېده، خو اوس یې ښايي د زنداني کېدو یا جریمه کېدو سبب شي.

د ټولنیزو رسنیو پر مخ له دې مخکې لیدل کېدل، چې له ساتلیو پړانګانو سره تصویرونه یا ویډیويي کلیپونه خپرېدل.

اکتوبر کې دبۍ کې داسې تصویرونه هم خپاره شوي وو، چې د سمندر پر غاړه پنځه پړانګان ښکارېدل.

چارواکو سره د دغو وحشي ځناورو د ازادانه ګرځېدو له کبله د خوندیتوب په تړاو اندېښنې دي.

د ګلف نیوز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې د نوي قانون له مخې د وحشي ژوویو ساتنه او راکړه ورکړه منع اعلان شوې.

دغه راز ویل شوي، چې دغه ډول ژووي اوس یوازې په ژوبڼونو، د طبیعي ژوند پارکونو، سرکسونو او یا څېړنیزو مرکزونو کې ساتل کېدای شي.

د نوي قانون له مخې به هر هغه څوک، چې پړانګان یا زمریان په عامو ځایونو کې ګرځوي، تر شپږ میاشتو پورې بندي شي او تر ۵۰۰ زرو درهمو پورې به جریمه شي.

د الاتحاد ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي که څوک وحشي ژووي د نورو ډارولو لپاره وکارووي، پرې لګېدلې جریمه ښايي تر ۷۰۰ زره درهمو پورې ورسېږي.

دغه قانون به پر هغو کسانو هم اغېز وکړي، چې دودیز کورني ژووي ساتي. د سپیو ساتونکي به د جواز اخیستو او په عام محضر کې د خپلو سپیو سمبالولو ته اړ وي.

که څوک له دغه قانونه سرغړوونه وکړي، ښايي تر ۱۰۰ زره درهمو پورې جریمه شي.

دغه راز به هغه کسان هم جریمه شي، چې خپل ساتلي سپي د خطرناکو ناروغیو پر وړاندې واکسین نه کړي.

د سپیو ساتونکو ته د جون میاشتې تر نیمې پورې وخت ورکړل شوی، چې له نوي قانون سره ځان برابر کړي