کابل افغان کډوالو سره د "بلغاریا پولیسو چلن غیر انساني" بللی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه موده وړاندې په بلغاریا کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې اعتراضونه وشول

افغان حکومت له افغان کډوالو سره د بلغاریا د پولیس چلن نا انساني بللی او وايي په دې اړه یې خپلې اندیښنې د دغه هېواد له چارواکو سره شریکې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د دغه وزارت د قونسلي چارو مشر میرویس صمدي په کابل کې د بلغاریا د سفارت له شارژدافیر نیکولای دیمیتروف سره پر دې مسلې خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي صمدي په دې کتنې کې له افغان کډوالو سره د بلغاریا د پولیسو چلن غیر انساني بللی دی او په دې اړه یې د افغان دولت اندېښنه له دغه بلغاریايي ډېپلومات سره شریکه کړې ده.

+ بلغاریا کې "افغان کډوالو او پولیسو شخړه کړې"

+ انډېپنډنټ: بلغاریا د ډسمبر له پیله سلګونه کډوال افغانستان ته ګرځوي

+ افغان کډواله 'تر اروپا د بدچلند مېړه له خوا تعقیبه شوې'

څه موده وړاندې په بلغاریا کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې اعتراضونه وشول، خو اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل.

د دغو شاوخوا ۱۵۰۰ اعتراض کوونکي چې ډېری یې افغانان او پولیسو تر منځ نښته را منځ ته شوه. ویل کېږي چې دوی پر پولیسو د تیږو ګوزارونه کړي او هغوی د معترضانو د خپرولو لپاره پر دوی اوبه شیندلي او ربړي ډزې یې هم پرې کړي.

له دې پنډغالي یو افغان کډوال بي بي سي ته وویل چې له دوی سره ناوړه چلن وشو، وهل شوي ټکول شوي او سپکې سپورې هم ورته ویل شوي دي. د دې تر څنګ پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر ویډیوګانې هم خپروې شوې چې یو شمېر سخت ټپي شوي افغان کډوال په کې ښکاره کېدل.

په دغه نښته کې یو شمېر پولیس هم ژوبل شوي وو.

د بلغاریا لومړي وزیر څرګندونې

له شخړې وروسته د بلغاریا لومړي وزیر رسنیو ته ویلي هغو افغانانو چې له پولیسو سره یې نښته کړې، بند کمپ ته استول کېږي او بیا به خپل هېواد ته شړل کېږي. د لومړي وزیر په وینا هغو کسانو چې په دغه غیرقانوني عمل یې لاس پورې کړی قانون ته سپارل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د بلغاریا د سفارت شارژ دافیر په هغه څه خواشیني څرګنده کړې، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن بلل شوی

دا پېښه په نومبر میاشتې کې د بلغاریا په هارمانلي پنډغالي کې له هغې وروسته را منځ ته شوه، چې پولیسو د پوستکي د یو ډول لېږدېدونکې ناروغۍ د اندېښنو له کبله دغه پنډغالی قرنطین کړ او څوک یې ترې بیرون نه پرېښودل.

هارمانلي پنډغالی د ترکیې پولې نه د پنځوسو کېلومترو په واټن کې د بلغاریا تر ټولو لوی د کډوالو پنډغالی دی، چې شاوخوا درې زره کسان، چې ډېری یې افغانان دي، په کې دېره دي.

غوښتنه

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلغاریا له حکومته غوښتي، چې له افغان کډوالو سره له نړیوالو قوانینو سره سم انساني چلن وکړي او د هغوی ستونزو ته پام وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د بلغاریا د سفارت شارژ دافیر په هغه څه خواشیني څرګنده کړې، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن بلل شوی دی او ژمنه یې کړې چې په دې تړاو به د افغان حکومت اندېښنې د خپل حکومت له چارواکو سره شریکې کړي.

اوسمهال په بلغاریا کې شاوخوا دیارلس زره کډوال دېره دي.

بلغاریا په خپله د اروپايي ټولنې د بېوزلو هېوادونو په ډله کې دی او پّ کې دېره کډوال هڅه کوي، چې نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.