"افغانستان کې د سولې هر بهیر په اړه باید کابل وپوښتل شي"

د انځور حقوق AP
Image caption څو اونۍ وړاندې د روسیې سفیر ویلي وو چې د خپلو وګړو د خوندیتابه او له افغان حکومت سره د روغې جوړې په نیت یې له طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

امریکا وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره هر ګام ستايي، خو دا ګام باید د کابل په خوښه او له کابل سره په همږغۍ واخیستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جون کيربي د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا د افغان دولت، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله کلک ملاتړ کوي او باید د افغانستان د سولې بهیر لپاره په هره غونډه کې کابل وپوښتل شي.

تېره اونۍ په مسکو کې د روسيې، پاکستان او چین تر منځ په افغانستان کې د سولې لپاره یوه غونډه شوې وه، چې کابل يې غندنه کړې وه.

کابل مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه اندېښمنوونکې بللې

مسکو غونډه: د بندیزونه له نوملړه د یو شمېر طالبانو نومونو ایستلو ته چمتوالی کېږي

افغان چارواکي وايي، دوی يې نه هم دې غونډې ته بللي او نه هم ددوی د داسې کومې غونډې ملاتړ کولی شي، چې ددوی په نه شتون کې په افغانسان کې د سولې لپاره خبرې په کې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو ویاند زیاتوي، افغان دولت او افغان ولس دا حق لري، چې هلته د سولې لپاره له هر ګام اخیستلو مخکې هغوی خبر کړل شي.

د انځور حقوق PAUL J. RICHARDS
Image caption تېره اونۍ په مسکو کې د روسيې، پاکستان او چین تر منځ په افغانستان کې د سولې لپاره یوه غونډه شوې وه، چې کابل يې هم غندنه کړې وه.

لیکوال احمد رشید له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د مسکو غونډې په تړاو د کابل خواښيني پر ځای ده او دا ناشونې ده، چې له کابل پرته دي دوی کومې لاس ته راوړنې ولري.

د ښاغلي رشید په خبره د افغانستان ډېری څنګلوري غواړي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي، خو وايي، دا هرڅه باید له کابل سره په همږغۍ وشي.

بل لور ته په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند هم د کابل له شتون پرته داسې غونډې بې ځایه بولي.

دا چې ولې روسیه او چین په افغانستان کې د سولې لپاره لېوال دي؟

ددې په ځواب کې لیکوال احمد رشید وايي، دواړه هېوادونه په افغانستان کې له طالبانو نه، بلکې له نورو وسلوالو ډلو په وېره کې دي، چې د ده په خبره په هغوی کې داعش او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو وسلوال یا وسلوالې ډلې دي.

په مسکو کې د تېرې اونۍ تر دغې غونډې وروسته درېواړه ګډونوالو هېوادونو په افغانستان کې پر ناامنۍ او هلته د اسلامي دولت ډلې پر فعالیت سخته اندېښنه ښودلې وه.

اړونده مطالب