'پوتین د امریکا ټاکنیز کمپاین باندې د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و'

د ملي امنیت ادارې رییس جیمز کلېپر د جمعې په ورځ په نیویارک کې دغه راپور د ډونلډ ټرمپ په واک کې ورکړ. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي امنیت ادارې رییس جیمز کلېپر د جمعې په ورځ په نیویارک کې دغه راپور د ډونلډ ټرمپ په واک کې ورکړ.

د امریکا استخباراتي سازمانونه دې پایلې ته رسېدلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هېلیري کلنټن زیانمنولو او ډونلډ ټرمپ سره بریالیتوب کې د مرستې لپاره د امریکا ټاکنیز کمپاین باندې د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و.

ددغه سازمانونو په غیرمحرمانه راپور کې راغلي: "د روسیې هدف د امریکا ډیموکراتیک بهیر باندې د باور کمزوري کول، د هېلیري کلنټن زیانمنول او ولسمشرۍ ته د هغې د احتمالي بریالیتوب چانس کمول و."

دا راپور د امریکا مرکزي استخباراتو (سي آی اې)، فدرال پولیسو (اف بي آی) او ملي امنیت سازمان (ان اس اې) لخوا برابر شوی دی.

په راپور کې راغلي: "موږ همداراز ارزوو چې د روسیې دولت او پوتین ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته مشخصه لېوالتیا ومونده."

راپور زیاتوي: "همداراز زموږ ارزونه دا ده چې پوتین او د روسیې دولت دا وغوښتل چې هر وخت شونې وي د هېلیري کلنټن بې اعتبارولو له لارې او له ډونلډ ټرمپ سره د هغې ښکاره منفي پرتله کولو سره، د منتخب ولسمشر د بریالیتوب چانس ډېر کړي."

دغه ادارې وایي؛ د روسیې عملیاتو پټ اړخونه لرل - لکه سایبري عملیات - او په ورته وخت کې د روسیې دولتي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د پیسو په بدل کې هڅې کولې.

+ "پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې"

+ امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

په دې راپور کې پایله دا اخستل شوې چې د رایې شمېرنې په حوزو کې رای شمېرنې باندې بریدونه نه دي شوي.

راپور په "پوره ډاډ" پایلې ترلاسه کړې چې د روسیې پوځ استخباراتي سازمان (جي آر یو) مجازي شخص ګوسیفر ۲ او د ډي سي لیکس وبسایت جوړ کړی و ترڅو د ډیموکرات ګوند مرکزي کمېټې او د هېلیري کلنټن د کمپاین مدیر جان پوډسټا هک شوي ایمیلونه ددغه وبسایټ او ویکي لیکس افشا ګرې وېبپاڼې له لارې خپرې کړي.

د امریکا استخباراتي ادارو وړاندوینه کړې چې روسیه احتمال لري په راتلونکي کې د نورو هېوادونو پر ټاکنو د اغېز لپاره لکه د امریکا نورو ملګرو پروړاندې هم ورته ګامونه پورته کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پوتین او د روسیې دولت دا تورونه په کلکه ردوي

د ټرمپ غبرګون

د ملي امنیت ادارې رییس جیمز کلېپر د جمعې په ورځ په نیویارک کې دغه راپور د ډونلډ ټرمپ په واک کې ورکړ.

ښاغلي ټرمپ تردې ناستې وروسته د یوې وینا په خپرولو دغه کتنه رغوونکې وبلله او ویې ویل چې د خپل هېواد د استخباراتي بنسټونو خدمتونو ته ډېر درناوی لري.

ښاغلي ټرمپ همداراز وویل؛ د روسیې او چین په څېر هېوادونه تل هڅه کوي چې د امریکا بنسټونو ته سایبري لاره پرانېزي او د روسیې وروستیو اقداماتو هېڅکله د ټاکنو پر پایلو اغېز نه دی کړی.

هغه وویل؛ څرګندوي چې د جمهوریپال ګوند مرکز باندې هم د هکرانو لخوا بریدونه وشول، خو دا چې پیاوړي سایبري دفاع یې درلوده هکرانو ونشوای کولی ورننوزي.

ښاغلي ټرمپ ژمنه وکړه سپینې ماڼۍ ته تر ورتګ وروسته به په ۹۰ ورځو کې یو پلاوی وټاکي چې پر هېواد سایبري بریدونو سره مقابلې لپاره لارې چارې وارزوي. هغه وویل؛ د دا ډول بریدونو شنډولو لپاره به جدي تدابیر ونیسي.

د امریکا استخباراتي ادارو د جمعې په ورځ وویل چې ویې شوای کولی هغه روسي عوامل وپېژني چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ډیموکرات ګوند ایمیلونو هک کېدو مسوول دي.

وړاندې د ولسمشر مرستیال جوبایډن ویلي و چې د استخباراتي ادارو محرم راپور یې لیدلي چې په هغو کې د ډیموکرات ګوند ایمیلونو هک کېدو او د منځپانګې خپرېدو سره یې د روسیې دولت اړیکه توضېح کړې ده.

ددغه راپور له مخې؛ هکرانو د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ نه د ۲۰۱۶ کال تر جون پورې د ډیموکرات ګوند مرکزي کمېټې انټرنټي سرور په واک کې درلود.

د روسیې لخوا د تورونو ردېدل

د ډیموکرات ګوند پلویان باور لري چې د دغه ګوند د ایمیلونو خپرېدل په ولسمشریزو ټاکنو کې ددي ګوند نوماندې هېلیري کلنټن دریځ کمزوري کېدو او د ډونلډ ټرمپ بریالي کېدو لامل شول.

دغو رسنیو د امریکا استخباراتي سرچینو په حواله ویلي؛ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ تر بریالیتوب اعلانېدو وروسته د روسیې لوړپوړو چارواکو دا بریالیتوب ولمانځه.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په دې موضوع کې هرډول ښکېلتیا رد کړې او د ویکي لیکس بنسټګر جولیان اسانژ هم ویلي؛ د ډیموکرات ګوند ایمیلونو محتوا ترلاسه کولو سرچینه روسیه نه ده.

ددغو "عاملینو" نومونه نه دي خپاره شوي، خو د ځینو امریکایي رسنیو په وینا، دغه کسان د ډیموکرات ګوند ایمیلونو ته د لاسرسي موندلو وروسته، هغه یې د خپرېدو په موخه د ویکي لیکس افشاګرې وېبپاڼې په واک کې ورکړل.

د ټرمپ ځینې پلویان وایي پر روسیې د ډیموکرات ګوند ایمیلونو هک کولو تورونه سیاسي انګېزه لري او زیاتوي چې هدف یې د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب مشروعیت کې شک پیدا کول دي.

ډونلډ ټرمپ وړاندې پر ټویټر له دې نیوکه کړې وه چې ځینې خبري رسنیۍ او دولتي چارواکي په ډاډ سره په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې خبره کوي. هغه وړاندې ویلي و چې د هکرانو دقیق تشخیص تل ګران و.

ښاغلي ټرمپ ولیکل: "که آن د کمپیوټر سرورونو د ارزونې غوښتنه یې هم نه ده کړې ولې او څنګه پر هک کېدو ډاډه دي؟ څه خبره ده؟"

هغه همداراز د روسي هکرانو د څرګ لګولو او پېژندلو په اړه د ځینو خبري رسنیو پر راپورونو نیوکه کړې او ویلي یې دي: "ان بي سي شبکه څنګه وتوانېده چې هغه (بارک اوباما) ته لېږل شوی فوق العاده محرم راپور وګوري؟ چا دا راپور د هغوی په واک کې ورکړ او ولې؟ سیاست!"

هغه وړاندې په یوه بل مطلب کې ویلي و چې "خبري رسنۍ دروغ وایي ترڅو داسې وښيي جې زه د "استخباراتو" مخالف یم، په داسې حال کې چې زه یو رښتونی پلوی یم."

د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ډونلډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مشرۍ څرنګوالی وستایه او ویل کېږي چې د هغه سوداګریزو موسسو په تېر کې له روسیې سره نژدې اړیکې لرلې.

ورته مطالب