ټرمپ د امریکا او روسیې اړیکو ښه کېدو مخالفین "احمق" وبلل

ترامپ د انځور حقوق Reuters

د امريکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هیله څرګنده کړې او ددې کار مخالفین یې "احمق یا ناپوه" بللي دي.

ښاغلي ټرمپ پر ټویټر لیکلي؛ "روسیې سره د ښو اړیکو لرل ښه خبره ده؛ بده نه ده. یوازې احمق او ناپوه کسان داسې انګېږي چې دا بده ده."

"موږ وار له مخه په نړۍ کې کافي ستونزو لرو، لازمه نه ده يوه بله هم رامنځته شي. زما د ولسمشرۍ پر مهال به روسيه د اوس په پرتله موږ ته خورا ډېر درناوى کوي."

ښاغلي ټرمپ ویلي؛ د امریکا او روسیې په مشرۍ ښایي وشي کولی د نړۍ لويو او جدي ستونزو د هواري لپاره همکاري وکړي.

د امریکا ډیموکراتان ولادیمیر پوتین او د روسیې بهرني سیاست په تړاو د ټرمپ پر خوشبنۍ په کلکه نیوکه کوي.

+ 'پوتین د امریکا ټاکنیز کمپاین باندې د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و'

+ "پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې"

د امریکا استخباراتي ادارو په يوۀ رپوټ کې ویلي، روسیې د امريکا وروستيو ولسمشريزو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ په پلوۍ لاسوهنه کړې.

ښاغلي ټرمپ وړمه ورځ له استخباراتي چارواکو سره وکتل او په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې راپور یې واورېد.

هغه تر کتنې وروسته، د ایمیلونو په هک کولو کې د روسيې رول تر پوښتنې لاندې رانه وړ، خو يو ځل بيا يې ټينگار کړى چې دغه راز يوې لاسوهنې د ولسمشريزو ټاکنو پر وروستيو پايلو اغېز نه دى کړی.

نوموړي ډیموکراتان په دې تورن کړل چې گواکې د سترې بې پامۍ له امله يې د خپلو کمپيوټرونو هک کېدو ته زمينه برابره کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا استخباراتي راپورونو له مخې خپله "ولادیمیر پوتین د امریکا پر ټاکنو د اغېز کولو امر ورکړی"

د امریکا ډیموکرات ګوند او د هېلیري کلنټن ټاکنیزو کمپاین د غړو ایمیلونو کې چې خپاره شول، داسې خبرې هم وې چې د ځینو په باور د ډیموکرات ګوند او د هېلیري کلنټن اعتبار یې زیانمن کړ.

+ د کلنټن ایمیلونه: د اف بي آی رییس ښایي قانون نقض کړی وي

ښاغلي ټرمپ ویلي؛ د ایمیلونو موضوع باندې نور بحث کولو یوازینی دلیل دا دی چې "د ډیموکراتانو ناکامي دومره لویه وه چې د شرم احساس کوي."

ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین یو بل ستایلي او ویلي یې دي چې د دوه اړخیزو اړیکو ښه کېدو ته هیله من دي.

مسکو تل د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

د روسیې پارلمان (دوما) د مخابراتو کمېټې رییس لیونېد لوین په دې برخه کې د امریکایي چارواکو پر ادعاوو نیوکه وکړه او ویې ویل، دا خبره چې د امریکایي یوه سیاسي ګوند په اړه د څو مطلبونو خپرېدل دې هېواد ته خطر دی، د امریکا سیاسي نظام تر پوښتنې لاندې راولي.

د امريکا د کورني امنيت ادارې اعلان کړى چې وروسته له دې به د ټاکنيزو معلوماتو بريښنايي زيرمو او د رايو ماشينونو سره د حساسو تاسيساتو په توگه چلند کېږي.

ورته مطالب