ټرمپ د امریکا ټاکنو کې د هکینګ لړ کې دیموکراتان پر ' غفلت ' تورن کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونالډ ټرمپ وايي د امریکا څارګرو ادارو درناوی کوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، دیموکراتانو د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ( نومبر اتمه ) چمتوالي پر مهال اجازه ورکړې، چې سرورونه یې هک شي او دې سره یې ' ټولیزه بې پروايي ' کړې.

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا څارګرو ادارو له هغه رپوټه وروسته کړې، چې وايي د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ' د ټرمپ بریالي کېدو لپاره د مرستې هڅه کړې. '

'پوتین د امریکا ټاکنیز کمپاین باندې د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و'

"پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې"

ښاغلي ټرمپ د روسیې لاسوهنه رد کړې ده، چې وايي د ټاکنو پایلې نه دي اغیزمنې شوې.

مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

د کورني امنیت له هغو رپوټونو وروسته، چې د رایې کاروونې مشېنونه او د رایې نور ډیټابېسونه باید ' مهمه اډانه ' وبلل شي او له انټرنېټي بریدونو یې د خوندیتوب لپاره اقدامات وشي، ښاغلي ټرمپ ټینګار کړی، چې پایلې نه دې اغېزمنې شوې او په وینا یې د دیموکراتانو بایلود دومره لوی و، چې وايي، دوی په بشپړه توګه وارخطا دي.

بل لور ته له اي بي سي خبري شبکې سره یوه مرکه کې ولسمشر اوباما ویلي اندېښنه یې دا وه، چې ' داسې جمهوریت پال، مبصرین یا کیبلي شنونکي شته، چې د خپلو هېوادوالو امریکایانو پرتله یې پر ولادمیر پوتین ډېر باور درلود، ځکه هېوادوال امریکایان دیموکراتان دي '

د انځور حقوق .
Image caption .

له ولسمشر اوباما نه پوښتنه وشوه، چې ایا ټرمپ هم په دغه ډله کې و؟

نوموړي وویل:

'موږ باید یاد کړو، چې موږ ټول یوه ډله کې وو، خو ولادمیر پوتین زموږ ډله کې نه دی. '

دغه غیر مرتب رپوټ کې ویل شوي، چې کریمیلین د ښاغلي ټرمپ لپاره ' څرګنده ترجیح ' درلوده.

رپوټ وايي د روسیې هدف دا و، چې د امریکا پر جمهوري بهیر د ' د خلکو باور ته زیان ورسیږي ' او د ټرمپ سیالې مېرمن هیلري کلینټن د ولسمشرۍ او ټاکل کېدو وړتیا په زیان رسولو سره هغه بدنامه شي.

رپوټ کې ویل شوي، چې ' د ۲۰۱۶ کال امریکا ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د اغېزو یوه کمپاین امر په اړه ارزونه کېږي ' خو د ولسمشر پوتین د رول په اړه څه نه دي ویل شوي.

د انځور حقوق AP
Image caption ټرمپ اشارتاً ویلي، چې له روسیې او پوتین سره به نژدې اړیکي ولري

د امریکا ټاکنو کې د روسیې هېکینګ په تړاو رپوټونو په اړه ډونالډټرمپ تل پوښتنې راپورته کړې.

د جمعې په ورځ د نوي رپوټ په اړه د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته ښاغلي ټرمپ د روسیې ښکېلتیا رد کړه، خو وايي ' د امریکا څارګرو ادارو خدمتونو او کار ته ډېر درناوی کوي ' تېره اونۍ ولسمشر اوباما د هېکینګ په تړاو د ۳۵ روسي دیپلوماتانو شړلو امر وکړ، خو روسیې ویلي دوی به ورته ځواب اقدام و نه کړي.

کریمیلین تر اوسه د تازه رپوټ په تړاو څه نه دي ویلي، خو د روسیې دولتي رسنیو دغه رپوټ دروغ بللی.