بیت المقدس کې یوې لارۍ اسرايیلي سرتېري لاندې کړي

2017 د انځور حقوق AFP
Image caption د لارۍ د مخې هنداره کې د مرمیو سوري ښکاري

بیت المقدس کې د یوې لارۍ چلوونکي موټر پر یوه ډله اسراييلي سرتېرو وروستلی چې څلور کسان یې وژلي. پولیس پېښه ترهګریز برید بولي.

د روغتیاپالو په وینا په دې برید کې درې ښځې او یو سړی چې ټولو تر شلو کلونو لوړ عمرونه درلودل، وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې ۳ ښځې او یو سړی دی.

پولیس وايي لارۍ چلوونکی د اسراییلي سرتېرو له خوا په ډزو وژل شوی.

-همدا اوس د فلسطیني ستونزې د حل وخت دی-

نتنیاهو د غزې جګړه د اسراییلو بریا بولي

بریتانوي پارلمان د فلسطین خپلواک دولت ملاتړ کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسراییلي سرتېري بس کې منتظر دي چې له سیمي ولاړ شي.

په تېرو ۱۵ میاشتو کې څو ځلې فلسطینیانو پر اسراییلي سرتېرو بریدونه کړي چې له چړې، ټوپک او موټر یې پکې کار اخیستی دی.

د بس موټر یوه چلوونکي چې پېښه په خپلو سترګو لیدلې اسراییلي راډیو ته وویل، موټر چلوونکي لارۍ پر سرتېرو وروستله او وروسته بیا په شا راغی.

رپوټونه وايي چې لارۍ چلوونکی د ختیځ بیت المقدس له عرب مېشتو سیمو دی.

عکسونو کې لیدل کېږي چې د لارۍ د مخې هنداره په مرمیو لګېدلې.

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیس وایي موټر چلوونکي موټر پر سرتېرو ورووست.

فلسطینۍ حماس ډلې د برید ستاینه کړې ده او د دغې ډلې ویاند عبدالطیف قانو پر فلسطینیانو غږ کړی چې "مقاومت وکړي ".

ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي

د اسراییلو راتلونکی به څرنګه وي؟

تر دې وروستي برید وړاندې، د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر راهیسې ۳۵ اسراییلیان د فلسطینیانو او یا هم عربو اسراییلیانو له خوا په چړې، ټوپک او موټر وژل شوي.

اسراییل وايي دوی هم په همدې موده کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان چې ډېری یې برید کوونکي ول وژلي.

د انځور حقوق Reuters

اړونده مطالب