اروپا کې د يخنۍ له امله ۲۰ تنه مړه شوي

اروپا کې د يخنۍ له امله ۲۰ تنه مړه شوي

د اروپا ډېرې برخې د ساړه له امله کنګل شوې، او ځينو سيمو کې د ساړه کچه ان له قطبي سيمو هم ټيټه شوې ده.

دې حالت کې تېرو دوو ورځو کې لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د اروپا لروبر يو شمېر هوايي ډګرونو او بندرونو سخت ګوزار خوړلی، او ګڼ شمېر لارې او سړکونه هم په ګڼې ګوڼې بند شوي دي.