اوباما ټرمپ ته: سپینه ماڼۍ 'شخصي سوداګري' نه ده

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما ټرمپ ننګولی چې د ټاکنیزو شعارونو او د رښتینې واکمنۍ ترمنځ لوی توپیر شته.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ځای ناستي ډونلډ ټرمپ ته مشوره ورکړې چې د سپینې ماڼۍ اداره کولو کې داسې چم ونه کړي لکه په خپلو شخصي سوداګریزو چارو کې یې چې کوي.

اوباما دا څرګندونې له اې بي سي تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې کړې چې وايي، د امریکا بنسټونو ته "درناوی" وکړي.

بارک اوباما ټرمپ ته ویلي: "کله دې چې د ولسمشرۍ لوړه وکړه، په نړۍ کې به تر ټولو د یوه لوی بنسټ مشر شې".

د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

د امریکا۲۰۲۰ کال ټاکنو ته میشل اوباما؟

ولسمشر اوباما هم ماشومانو ته وینا کوي

اوباما ټرمپ ننګولی او ورته یې ویلي چې د ټاکنیزو شعارونو او د رښتینې واکمنۍ ترمنځ لوی توپیر شته.

دی وايي: "په نړۍ کې ګڼې پلازمېنې، مالي بازارونه او خلک د ټرمپ خبرې جدي نیسي".

اوباما په وروستیو کې د روسیې له خوا د امریکا پر استخباراتي بنسټونو د سایبري برید په اړه خپور شوي رپوټ ته هم اشاره کړې چې وايي، د امریکا د وروستیو ټاکنو پر پایلو یې اغېز کړی.

د امریکا ولسمشر وايي "دغه بریدونه جدي نه دي".

په پام کې ده چې ډونلډ ټرمپ به د روانې جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

اوباما: ټرمپ مې ماتولی او درېیم ځل ولسمشر کېدای شوی

اوباما: پوتین ته مې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبرداری ورکړی و

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي؛ د امریکا څو ښارونو کې لاریون شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اوباما غواړي له ګوانتانامو ځینې بندیان خوشې کړي

ورته مطالب