د ایران پخواني ولسمشر او وتلي "انقلابي لوبغاړي" رفسنجاني د جنازې مراسم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني ښاغلی رفسنجاني د اسلامي انقلاب یو لوی شخصیت بللی او د هغه مړینه یې کورنۍ ته تسلیت ویلی.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د جنازې عمومي مراسمو ته ګڼ خلک راټول شوي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د نوموړي د جنازې لمونځ خپله کوي.

تمه کېږي چې د آیت الله رفسنجاني جنازه به تر ډېره د سمون غوښتونکو د واک او ځواک ننداره وي، ځکه نوموړی په وروستيو کلونو کې د دغه غورځنګ له مخکښانو ګڼل کېده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني کورنۍ ته د هغه د مړینې له امله تسلیت ویلي او ښاغلی رفسنجاني یې د "مبارزې ملګری" بللی دی.

خامنه ای هغه د مبارزې ملګري په توګه ستایلي او د دوی ترمنځ د نظر اختلافاتو سره سره یې د هغه مړینه "سخته" ضایعه بللې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ښاغلی رفسنجاني د اسلامي انقلاب یو لوی شخصیت بللی او د هغه مړینه یې کورنۍ ته تسلیت ویلی.

د ایران حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او سه شنبه یې د هغه د تدفین مراسمو لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د انځور حقوق EPA

ښاغلی رفسنجاني چې د ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۷ پورې د ایران ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب کې له مرکزي لوبغاړو و. خو نوموړی وروسته په خپل ژوند کې د توندلارو محافظه کارانو له مخالفینو و.

خامنه ای وویل؛ "په دغې اوږده موده کې د نظر اختلاف هېڅکله ددې لامل نشو چې زموږ ترمنځ ملګرتیا لمنځه یوسي."

د انځور حقوق Jamaran.ir
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني د جماران په حسینیه کې د رفسنجاني د کورنیو غړو ته تسلیت ووایه

د یکشنبې په ورځ پر ښاغلی رفسنجانی د زړه حمله راغله او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

+ هاشمي رفسنجاني؛ د ایران اسلامي جمهوریت د رازونو څښتن

+ د ايران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني ومړ

د ایران مذهبي مشر ایت خامنه ای به د رفسنجاني د جنازې لمونځ وکړي.

د ښاغلي رفسنجاني د جنازې مراسم سبا (سه شنبه، جدي/مرغومي ۲۱مه) د تهران پوهنتون کې ترسره کېږي او وروسته د هغه مړی تهران کې خاورو ته سپارل کېږي.

د ښاغلي هاشمي د یوه خپلوان حسین مرعشي په وینا، ټاکل شوې د هغه مړی ایت الله خمیني په مزار کې ښخ شي.

د هغه مړی تهران کې د جماران حسینیې ته وړل شوی، چېرته چې د نوموړي خپلوان، سیاستوال او مذهبي چارواکي راټول شوي ترڅو نوموړي ته د وروستي ځل لپاره د درناوي مراتب وړاندې کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ښاغلي رفسنجاني لور فاطمه او زوی مهدي د پخواني ولسمشر پر مړي ژاړي
د انځور حقوق EPA
Image caption خلک د هغه روغتون مخې ته راټول دي چې ښاغلی رفسنجاني پکې ومړ

ښاغلی رفسنجاني د ولسمشر حسن روحاني روزونکی و چې ترې یې د ۲۰۱۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ملاتړ وکړ. رفسنجاني غوښتل پخپله کاندید شي، خو د ایران ساتونکې شورا (شورای نګهبان) د هغه نوماندي رد کړه.

ښاغلي روحاني پر ټویټر ویلي؛ "د انقلاب د ستر شخصیت، د زغم او مبارزې سمبول روح جنت ته لاړ."

شنوونکي وایي؛ د ښاغلي رفسنجاني ناڅاپه مړینه ولسمشر ته یو لوی ګوزار دی چې په مې میاشت کې بیا ټاکنو ته چمتووالی نیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب