د ډونلډ ټرمپ زوم د سپینې ماڼۍ سلاکار ټاکل کېږي

ښاغلي کوشنر د ټرمپ له لور ایوانکا ټرمپ سره واده کړی د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي کوشنر د ټرمپ له لور ایوانکا ټرمپ سره واده کړی

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به خپل زوم جېرډ کوشنر د سپینې ماڼۍ لوړپوړی سلاکار وټاکي.

ښاغلي کوشنر د ډونلډ ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې کلیدي رول درلود او په سپینه ماڼۍ کې د هغه دنده کې به د کورني او بهرني سیاست اړوند مسایل شامل وي.

هغه چې د ایوانکا ټرمپ مېړه دی د ملکیت پراختیا په برخه کې تخصص لري او ویل کېږي چې پراخې اقتصادي ګټې پکې شاملېږي.

د کوشنر ټاکنه به جنجالي وي، ځکه امکان لري پر دولتي ګومارنو د کورنیزو اړیکو اغېز اړوند قوانین تر پښو لاندې کړي. پر دې سربېره، د هغه مالي ګټې په بالقوه ډول کېدای شي پر دې پوسټ د هغه له کار سره په ټکر کې وي.

ښاغلي ټرمپ وویل؛ "جېرډ یوه لویه پانګه او د ټاکنیزو منډو ترړو او د واک لېږد دورې کې زما لپاره د باور وړ سلاکار و او زه ویاړم چې له هغه د خپل دولت یوه لوړپوړي پوسټ کې ګټه پورته کړم."

ښاغلی ټرمپ چې خپله نیویارک کې د ملکیت سوداګر دی د جنورۍ په ۲۰ مه به د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

+ اوباما ټرمپ ته: سپینه ماڼۍ 'شخصي سوداګري' نه ده

د ښاغلي ټرمپ د ټیم غړو استدلال کړی کوم په هغه قانون کې چې دولتي چارواکي د خپلو خپلوانو له ګومارلو منع کوي، سپینه ماڼۍ شامله نه ده.

همداراز د امریکا فدرال قوانین وایي؛ دولتي کارکوونکي نشي کولی د بېل کسب او کار له لارې ګټه وټه ولري.

د ښاغلي کوشنر وکیل ویلي؛ که نوموړی د سپینې ماڼۍ سلاکار وټاکل شي نو د ملکیتونو معاملاتو اړوند د خپلې کورنۍ کاروبار له ریاست نه به استعفا وکړي.

ښاغلی کوشنر د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ښاغلي ټرمپ ترڅنګ لیدل کېده او په دیجیتالي نړۍ کې د هغه ستراتیژۍ کې یې مهم رول درلود.

ویل کېږي چې هغه د ټرمپ د واک لېږد ډلې نه د نیوجرسي والي کریس کریسټي په څنګ ته وهلو کې رول درلود.

کله چې ښاغلی کریسټي د دغه ایالت څارنوال و د جېرډ کوشنر پلار یې له مالیاتي د تېښتې له امله محاکمه کړ او د ښاغلي کوشنر پلار زنداني شو.

ویل کېږي چې هغه د کابینې غړو ټاکلو لپاره په مرکو کې او د بهرنیو شرکتونو له مشرانو سره د ډونلډ ټرمپ کتنو کې ګډون درلود.

هغه د نیویارک په پنځم سړک کې د ۶۶۶ شمېرې لوړپوړیزې ودانۍ خاوند دی چې د ټرمپ ټاور ته نژدې جوړ دی.

د ښاغلي ټرمپ د کابینې څو غړي په خصوصي برخه کې د مالي ګټو لرونکي دي چې د هغوی د تایید بهیر به ډېر په دقت مخته لاړ شي.

ورته مطالب