د پاکستاني قاضي کور کې ۱۰ کلنه خادمه 'ربړول شوې'

د انځور حقوق PAKISTAN POLICE
Image caption نجلۍ د ځورونې د رپوټ له خپرېدا وروسته د پولیسو امن خونې ته وړل شوې

د پاکستان طبي بورډ ویلي، د یوه پاکستانی قاضي په کور کې د ۱۰ کلنې خادمې پر بدن د ربړونو نښې لیدل شوې دي.

د پاکستان طبي ساینسي انستېتوت ویلي، د نجلۍ لاسونه او پښې سوځول شوې دي او ښکاري چې سخت کړاو یې تېر کړی دی.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، نجلۍ اسلام اباد کې د قاضي راجه خرم علي خان په کور کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خادمې په توګه کار کاوه. تر اوسه تورن کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دغه قضیه پاکستان کې د غوسې راپارېدو لامل شوې ده.

د بشري حقونو اړوندو ډلو ویلي، پاکستان کې د کارکوونکو قانون کې د هغو کارګرو ماشومانو ځورونه او ربړونه جدي نه نیول کېږي، چې په تنکي عمر د نورو په خدمت کې بوخت وي، یا هغه چې د سړک پرغاړه کار کوي او یا د متوسطو کورنیو غړي دي.

پاکستان کې د ۱۰ کلنې نجلۍ د واده مخنيوی شوی

پاکستان تورنه عیسوۍ نجلۍ په ضمانت پرېښوده

داسې انګیرنې شته چې پاکستان کې شاوخوا ۱۲ میلیون کارګر ماشومان دي، چې ګڼ یې له خوندي چاپېریال نه برخمن نه دي او یا په ناوړه وضعیت کې کار کوي.

د ربړول شوې نجلۍ انځورونه او رپوټونه تېره میاشت پر خواله رسنیو خپاره شول، چې نجلۍ پکې ټپي او سوځېدلې معلومېده.

دې قضیې ته وروسته تر هغه د پاکستاني مخکښو رسنیو ورپام شو، چې بي بي سي د ربړول شوې نجلۍ هېره شوې کیسه راپورته کړه.

پولیسو نجلۍ د یکشنبې په ورځ د اسلام اباد په یوه څنډه کې ومونده او امن خونې ته یې یووړه.

په پام کې ده چې د چارشنبې په ورځ د نجلۍ د ټپونو په تړاو رپوټ د سترې محکمې له خوا تایید شي.

د مور او پلار غبرګون

د طبي بورډ مشر ډاکټر طارق اقبال د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د نجلۍ د بدن ځینې برخې "سوځېدلې، ځینې یې څیرې شوې او پر ځینو یې تڼاکې دي".

''موږ ټول ټپونه او سوځېدنې تر خپله وسه له جزییاتو سره مستندې کړې او د لامل په اړه مو خپل نظر وړاندې کړی".

تېره اونۍ، د نجلۍ مور او پلار په محکمه کې یوه دوسیه ثبت کړه چې ویل یې په رسنیو کې تورونه (بې بنسټه) دي او د دې قضیې په اړه له قاضي او د هغه له کورنۍ سره جوړجاړي ته رسېدلي دي.

ښاغلی اقبال وویل، نجلۍ په دې اړه خپلې څرګندونې بدلې کړې چې څرنګه ټپي شوې ده، خو دی وايي: "هغه تر اوسه ماشومه ده زموږ دنده دا ده چې د دې مسلې ژورو ته ورسېږو."

پولیس وايي، نجلۍ په اصل کې د پنجاب ایالت د فیصل اباد سیمې د یوه کلي اوسېدونکې ده.

ایبټ اباد کې قومي مشرانو د نجلۍ د وژلو امر کړی

د خوستیو ښځو پروړاندې تاوتریخوالی؛ ډېر شوی که کم شوی؟

ورته مطالب