هندي پولیسو ۶۰۰۰ غلا شوې شمشتۍ نیولې

د انځور حقوق .
Image caption یو سړی د څلورو ټنو شمشتیو د لېږد په تور نیول شوی چې د هېواد په تاریخ کې د شمشتیو دا یوه لویه لېږدونه ده.

هندي پولیسو تر ۶۰۰۰ ډېرې داسې شمشتۍ نیولې، چې ښکاریانو له هېواده بهر ته قاچاقولې.

دغه شمشتۍ اتراپردیش ایالت کې داسې مهال نیول شوې، چې په پلاستیکونو کې ژوندۍ اچول شوې وې او کلکلتې ته وړل کېدې.

یو سړی د څلورو ټنو شمشتیو د لېږد په تور نیول شوی چې د هېواد په تاریخ کې د شمشتیو دا یوه لویه لېږدونه ده.

شمشتۍ خطرناکې نه ګڼل کېږي، خو ځینو سوېل ختیځو اسیایايي هېوادونو ته یې قاچاق کول له دې کبله دي چې هلته یې غوښه ډېره ګرانه ده.

اوکراین کې دوه سرونه، دوه زړونه ۶ پښې لرونکی کیشپ

د شمشتیو غوښه د جنسي پیاوړتیا لپاره کارول کېږي، خو له هډوکیو یې په دودیز طبابت کې پوډر جوړېږي.

شمشتۍ د کنګا له سیند نه داسې مهال نیول شوې، چې هلته د مړو شویو ژویو د رایستلو او پاکولو کار روان و.

اړونده مطالب