هندی یوټیوب کارن د ښځو له ښکلولو پښېمان شو

د انځور حقوق .
Image caption ورما وايي، د وختېري لپاره یې دا ویډیو جوړه کړې وه.

هندی یوټیوبر یا یوټیوب کارن سمت ورما له هغه وروسته په ستونزه کې ګیر شو چې په عامه ځایونو کې ناڅاپه د ښځو د ښکلولو او تښتېدلو ویډیو یې په یوټیوب کې پرلیکه کړه.

د ډېلي پولیس اوس دا وډیو څېړي او د پېښې له "قرباني ښځو" یې غوښتي چې شکایت لیک ډک کړي.

هغه له سخت عمومي غبرګون وروسته دا "شوخه ویډیو" لرې کړې او بښنه یې غوښتې.

ښاغلي ورما دا ویډیو د نوي کال په درشل کې په جنوبي ښار بنګلور کې د جنسي ځورونې رپوټ په نوم خپره کړې وه چې په هند کې یې غوسه را پارولې وه.

* هندۍ لوبغاړې وايي، نجونې یې له ځورول کېدو ژغورلې

* له ښځو سره ناوړه چلند او د وزیر خبرو غوغا جوړه کړې

دغه یوټیوب کارن چې د "شوخ سمت" په نوم چینل یې له یو لک پنځوس زرو ډېر ګډونوال(مشترکین) لري ویلي، دا ویډیو یې "د وختېرۍ لپاره جوړه وه او د خلکو د غوسه کولو اراده یې نه درلوده".

خو پولیس د نوموړي سپیناوي قانع نه کړل.

د پولیسو ویاند ډپنډرا پتک پي ټي ای خبري اژانس ته ویلي"د رسنیو له لارې د ډېلي پولیسو پام دې ویډیو ته واوښت، موږ لومړنۍ تخنیکي پلټنې پیل کړې دي، دا بده ویډیو په فیسبوک او یوټیوب لینکونو کې شته او موږ یې څېړو".

"زه په خواله رسنیو کې د لایکونو په ترلاسه کولو سره دا جنسي تېری وینم، پرلیکه تبلیغات او ممکن مادیات هم پکې وي".

د انځور حقوق .
Image caption په ویډیو کې ورما ناڅاپه ښځې ښکل کړې دي.

په خواله رسنیو کې خلکو پر ښاغلي ورما "د دغه خام کار او ناوړه ویډیو" له امله نیوکه کړې ده.

هند ډېر په زړه پورې یوټیوب چینلونه او ستوري لري چې د وختېري ویډیووې جوړوي.

یوه دا ډول چینل هم څو وارې په ویډیو کې پر ورما نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "د مېرمنو یا بل چا ځورول وختېری نه دی"

دا چینل زیاتوي"دا روښانه جنسي زیاتی دی".