د ټاکنو درشل کې له کلنټن سره د اېف بي ای چلند څېړل کېږی

د انځور حقوق AFP
Image caption جېمز کومي ویلي، چې له لوی پلټوني سره به په پلټنو کې بشپړه همکاري وکړي.

د امریکا په حکومت کې یوې څارونکې ادارې د دغه هېواد په ټاکنیزو سیالیو کې د اېف بي ای د هڅو په هکله پلټنې پیل کړې.

د اېف بي ای مشر جیمز کومي له ولسمشرۍ ټاکنو ټیک ۱۱ ورځې مخکې د هېلیري کلنټن په تړاو د پلټونو دوسیه پرانیسته.

په دې سره د مېرمن کلنټن او ډونلډ ټرمپ ترمنځ سیالیو کې ټکان ور کوونکی بدلون راغی.

* اوباما وايي باید د نیمګړو معلوماتو پر بنسټ کار و نه کړو

* د اف بي ای پر 'دوه ګوني معیار' د کلنټن کمپاین توندې نیوکې

د عدلیې وزارت لوی پلټونکی مایکل هورویتز وايي، چې د اېف بي ای او عدلیې وزارت "د ځینې ځانګړو هڅو" په هکله پلټنې کوي.

مېرمن کلنټن د اېف بي ای د پلټنو له اعلانېدلو څو ورځې وروسته او د نومبر پر اتمه له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له هر ډول سرغړاوي پاکه وبلل شوه.

د انځور حقوق AP
Image caption د مېرمن کلنټن پلویان وایي، د ټاکنو درشل کې د اېف بي ای پلټنو د ټرمپ په ګټه وضعیت بدل کړ.

په دا مهال د مېرمن کلنټن د ټاکنیزو مڼدو ترړو ډلې د ډونلډ ټرمپ په مقابل کې د نوموړې د ماتېدلو اصلي لامل اېف بي ای اداره بللې ده.

په هغه بیانیه کې چې پنجشنبه خپره شوه، د مېرمن کلنټن نوم نه دی یاد شوی، خو د ښاغلي کومي ښکاره بیانیو ته اشاره شوې ده.

ښاغلي کومي د اکتوبر پر ۲۸ کانګرېس ته په یوه لیک کې وکاږل، ډېر برېښنالیکونه د مېرمن کلنټن په تړاو په پخوانیو پلټونو پورې تړاو لري.

پلټنې د مېرمن کلنټن د هغو برېښنالیکونو په هکله وې چې د بهرنیو چارو وزارت پر مهال یې له یوه شخصي سرور او برېښنالیک کار اخیستی و.

* هېلیري کلنټن: تر ماتې وروسته مې له کوره وتلو ته زړه نه کېده

* اېف بي ای امریکا کې د ټاکنو په شپه د القاعدې برید احتمال ارزوي

مېرمن کلنټن ویلي و، چې د کار د اساني لپاره یې شخصي سرور کارولی و، خو په دې برخه کې یې تېروتنه ومنله.

د اېف بي ای مشر ویل، چې مېرمن کلنټن د پټو اسنادو ځای په ځای کولو کې "ډېره بې پامي" کړې، خو زیاتوله یې چې د قصدي سرغړونې شواهد نشته.

د عدلیې وزارت لوی پلټونکی وایي، د اېف بي ای په هکله دا پلټنې د خلکو او کانګرېس د غړو له "بیا بیا" غوښتنو وروسته کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption په ټاکنیز بهیر کې دواړو لورو کله کله د یو بل پر ضد له دښمنۍ ډکې خبرې کولې.

په تېر اکتوبر کې د مېرمن کلنټن د لویې سلاکارې عابدین د خاوند انتوني وینر په لپټاپ کې برېښنالیکونه موندل د نورو پلټنو موضوع را پورته کړه، نو هغه دوسیه بیا پیل شوه.

په ورته مهال اېف بي ای بیا وویل، چې دا برېښنالیکونه تازه معلومات نه خپروي، ځکه دوسیه تړي.

خو د ټاکنو په درشل کې د هغې دوسیې لنډمهالي پرانسیتلو پر ټاکنیزو هڅو سیوری وکړ او د مېرمن کلنټن د باور په هکله یې ډېره غوغا جوړه کړه.

ورته مطالب