'هیله زوروره ده'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میشل اوباما خپلې وروستۍ احساساتي وینا کې هم پخپله وژړل او هم یې نور وژړول.

د امریکا د تلونکي ولسمشر د مېرمن میشل اوباما د خدای پامانۍ وینا، له هغو هیله بخښونکو او راتلونکې ته خوشبینه کوونکو جملو ډکه وه چې پر اورېدونکو یې ډېره اغېزه کوله.

د امریکا لومړۍ مېرمن میشل اوباما د ګڼو مینه والو ترمنځ خپلې رسمي وروستۍ احساساتي وینا سره هم نور وژړول او هم یې خپلې سترګې له اوښکو ډکې شوې.

میشل اوباما پر داسې ځانګړو ټکو وغږېده چې ډېری خلک یې خپل ورځني ژوند کې تجربه کوي.

مېرمن اوباما له ځوانانو په کلکه وغوښتل چې د "قهر او ډار " له غږونو سره سره دې، نه ناامیده کېږي او هیله من دې پاتې شي.

د امریکا۲۰۲۰ کال ټاکنو ته میشل اوباما؟

د امریکا لومړۍ مېرمنې په تړاو توکمپالې لیکنې پر سر جنجال

ولسمشر اوباما هم په خپلې وروستي وینا کې په خوشبینانه ډول خبرې وکړي، له خلکو سره پر خپلو باورونو وغږېد او روښانه راتلونکی یې د دوی له ښو پرېکړو سره تړلی وباله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غونډې ګډونوالو په خورا مینه د میشل اوباما خبرو ته غوږ نیولی وو.

مېرمن اوباما چې لا سپینه ماڼۍ کې مېشته ده د ښوونځیو یو شمېر ښوونکو ته غږېده، د انساني هیلو ترسره کولو ته په اشارې یې پر ځوانانو غږ وکړ چې "مه ډارېږئ ".

مېرمن اوباما وویل، د دې لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې د امریکا په شان هېواد لومړۍ مېرمن ده. دې د ښاغلي‌ټرمپ څرګندونو ته څنګزنه اشاره وکړه او د امریکا ښکلا یې د دودونو، مذهبونو او کلتوري توپېرونو پوروړې وبلله.

د اوباما وروستي وینا: امریکایان دې له ډیموکراسۍ دفاع وکړي

د اوباما ولسمشري په انځورونو کې

لا د لومړۍ مېرمن په توګه میشل اوباما وویل "دا چې زما وخت سپینه ماڼۍ کې پای ته رسېږي، زه ځوانانو ته تر دې د ښه پیغام فکر نشم کولی چې دا هېواد تاسې پورې اړه لري. تاسې ټولو پورې، که شاځمکه مو هرڅه ده، که ستاسې مور او پلار کډوال ول په دې پوه شئ چې تاسې د ویاړلې امریکا د دود یوه برخه یاست ".

مېرمن اوباما د امریکا د "ستروالي " لامل دا وباله چې نوي کلتورونه، استعدادونه او نظرونه له یوه نسله بل نسل ته لېږدېدلي او "امریکا یې په نړۍ کې تر ټولو ستر هېواد جوړ کړی ".

د انځور حقوق Getty Images

میشل اوباما خپلې دغې وینا کې هغو کورنیو او کسانو ته غوښتل ډاډ ورکړي چې کېدی شي په یو ډول ناهیلي وي. دې وویل که هڅه وکړي، هر هغه هیله بشپړولی شي چې تمه یې لري.

مېرمن اوباما ځان او بارک اوباما د بېلګې په ډول یاد کړل او ویې ویل چې دې او مېړه یې هم پیسې نه درلودې او په ډېرو کمو پیسو یې پیل وکړ "خو سخت کار کول او زده کړه هرڅه شونی کولی شي،‌ان ولسمشر کېدل ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بارک او میشل اوباما

مېرمن اوباما سپینې ماڼې کې د خپل مېړه د ولسمشرۍ دوو دورو کې د زده کړې، روغتیا او د پوځیانو له کورنیو سره د لیدو کتو کار سره مینه درلوده او پخپله سپینې ماڼې کې به یې پر دغو خیریه کارونو غونډې جوړولې.

مېرمن اوباما چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال د ډونلډ ټرمپ له خبرو او نظرونو سخته ځورېدلې ښکارېده او تل یې نیوکې کړي، وروستۍ وینا کې هم پر ډېرو مهمو مسلو تم شوه.

مېرمن اوباما تر ټولو ډېر هغه مهال په ژړغوني غږ وغږېده چې ویې ویل غواړم له تاسې مننه وکړم او "دا چې زه ستاسې لومړۍ مېرمن وم، دا زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی ".

تر دوو اوونیو لږې مودې کې به بارک او میشل اوباما او دوې لوڼې یې، له سپینې ماڼۍ کډه شي.

میشل اوباما د امریکا یوه له هغو لومړیو مېرمنو ده چې له عامو خلکو سره اړیکې ډېرې صمیمي او تودې ساتي، تشریفات یې لږ دي او کله نا کله ډېر په زړه پورې کارونه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د میشل شریفات لږ دي او کله نا کله ډېر په زړه پورې کارونه کوي.

مېرمن اوباما په امریکا کې دننه او د نړۍ نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال له خلکو سره په ډېر ښه او مهربان چلند مشهوره ده. هغه د خلکو دودونو او کلتور ته درناوی کوي او هڅه کوي زده یې کړي.

د مېرمن او ښاغلي اوباما نڅاوې چې کله نا کله یې ځینو هېوادونو ته د سفر پر مهال له سیمه ییزو خلکو سره د هغوی په ډول کړي ډېر خلک ځان ته ور مات کړي.

دا به له وخته وړاندې وي خو د دغې جوړې محبوبیت ته په کتو داسې ښکاري چې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو وروسته به هم، بارک او میشل اوباما د خلکو ترمنځ خپل ځای له لاسه ورنکړي.

د انځور حقوق Getty Images