د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي 'برتانیا د کالې ځنګل کم عمره کډوال نه مني'

وزیر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي برتانیا خپل معیارونه هم نه دي عملي کړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو لو روکس پر برتانیا نیوکه کړې چې د هغو یوازې تنکیو ځوانو کډوالو له منلو یې ډډه کړې چې وړاندې یې د منلو ژمنه کړې وه.

هغه ویلي برتانیا د فرانسې شمال کې د کالې کمپ بندولو پرمهال ژمنه کړې وه چې کم عمره کډوال به مني، خو اوس پر دغې ژمنې عمل نه کوي.

د تېر کال اکتوبر میاشت کې تر ۱۲۰۰ ډېرو فرانسوي پولیسو او چارواکو د دغه هېواد شمال کې د کالې بندري ښار کې د ځنګل په نوم پنډغالی چې ډېر کډوال پکې برتانیا ته د اوښتو په تمه اوسېدل ویجاړ کړ.

فرانسه وايي، بریتانیا باید نور کډوال ماشومان ومني

د ځنګل کمپ ماشومان تر شنه اسمان لاندې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشت کې د کالې کمپ ونړول شو.

هغه مهال برتانیا منلې وه چې د کالې له پنډغالي به ۱۳۰۰ بې کسه ماشوم کډوال ومني او تر ۱۸ کلونو د کم عمر لرونکو کسانو لپاره به چې په بریتانیا کې خپلوان نه لري او زیانمنونکي دي، د نوم لیکنې بېل بهیر پيل کړي.

ښاغلي روکس بي بي سي سره مرکه کې ویلي چې برتانیا په دې برخه کې خپل معیارونه هم نه دي عملي کړي. ځکه د دوي تخنیکي ډلو چې په فرانسه کې د کډوالو له مرکزونو لیدنه کړې، ځینو ډلو یې یو شمېر کډوال منلي خو ځینو یې نه دي منلي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې هغه کډوال چې کورنۍ یې په بریتانیا کې دي او یا د کډوالۍ په شرایطو برابر دي باید برتانیا کې ومنل شي.

افغان کډوال زلمی چې په حال یې سندرغاړې لیلې الن وژړل

"د فرانسې کډوالو کمپ کې پر یوې افغانې ژباړونکې جنسي تېری شوی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کالې بندري ښار کې د ځنګل په نوم پنډغالی کې ډېر کډوال برتانیا ته د اوښتو په تمه اوسېدل.

دی وايي له خپل بریتانوي سیال سره یې دا اونۍ دوه ځله خبرې کړي.

د اروپایي ټولنې د قوانیو له مخې، کډوال باید لومړني امن هېواد کې چې دوی ور رسېږي پناه وغواړي؛ خو تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان کولی شي د پناه غوښتنه نورو هېوادونو ته هم ولېږدوي چې پکې یې خپلوان اوسېږي.

د خیریه ټولنو شمېرو ښودله چې د کالې پنډغالي کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسانو په ډېر ناوړه حالت کې کې ژوند کاوه چې د کمپ له ویجاړېدو وروسته، پر څو خواوو خواره شول.

د انځور حقوق Getty Images

په دغه کمپ کې ترډېره د منځني آسیا، افریقا او افغانستان نه راغلي کډوال اوسېدل.

انگلستان کې يو اوه کلن افغان له بند کانتينر څخه ژغورل شوى

د کالې 'ځنګل'- بریتانیا ته د تلونکو مهاجرو ستونزه

اړونده مطالب