اردګان له قبرص نه د ټولو ترکي پوځونو وتل رد کړي

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption ترکیه د قبرص په شمال کې پیاوړی پوځي حضور لري

د ترکیې ولسمشر وايي، تر هغې چې یونان هم ورته پرېکړه و نه کړي له وېشل شوي قبرص ټاپو نه په بشپړه توګه د ترکي ځواکونو ایستلو په اړه هېڅ خبره شونې نه ده.

د ترکيې او یونان تر ولکې لاندې قبرصیانو تر منځ روانه اونۍ جینیوا کې د خبرو له پیله وروسته د یووالي په اړه هیلې ډېرې شوې.

خو دې لړ کې ځینې خنډونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي، مثلاً دا چې ایا له یووالي وروسته به هم د قبرص په شمالي برخه کې ځینې ترکي ځواکونه پاتې کېږي که نه؟

د قبرص خلک له ۱۹۷۴ راهیسې وېشلي دي. د پوځونو پاتې کېده او هغو لسګونو زرو قبرصیانو ته د دوی ځمکې بېرته ورکول، چې ۱۹۸۴ کال کې له خپلو کورونو تښتېدلي وو، له بنسټیزو خنډونو بلل کېږي.

د قبرص په شمال کې اوس هم ۳۰ زره ترکي پوځیان دېره ده، چې یونان ورسره مخالفت کوي.

د قبرص یوناني برخې ولسمشر نېکوس اناستاسایادیس د جمعې پر ورځ دویم ځلې د ټولو ترکي ځواکونو وتلو غوښتنه وکړه. داسې فکر کېږي، چې یونان په قبرص کې ۱۰۰۰ پوځیان لري.

د قبرص ترکیې برخې مشر مصطفی اکینسي ویلي د یوه لوري لخوا له بل لوري د پوځونو ایستلو غوښتنه به د منلو وړ حل له منځه یوسي.

د پنجشنې په ورځ د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو ویلي خبرې اوس یوه مهم پړاو ته رسېدلې او په وینا یې ماهرین به اوس د خبرو واګې په لاس کې واخلي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې لیدنې، کتنې به د جنوري په ۱۸ نېټه پیل شي او ډېر پام به جدي امنیتي مسایلو ته وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۹۷۴ کال کې د قبرص یوناني برخي پوځیان ترکي پوځونو ته تسلیم شول

وروستی هدف د ترکیې او یونان برخو قبرص تر منځ د دوو هېوادونو کنفیدراسیون کې د واک وېش دی.

دې لړ کې هر رامنځته شوی حل منظوري باید د دواړو برخو د اوسېدونکو له لوري د ټولپوښتنې په بڼه واخیستل شي.

په داسې حال کې، چې دیپلوماتان د خبرو پرمختګ په لړ کې مثبتې خبرې کوي، ښاغلي اردګان ویلي یونان او قبرص حکومت له ترکیې نه ' تر اوسه مختلفې غوښتنې لري ' د نوموړي په خبره یوه بله ستونزه ښايي قبرص کې د ممکنه نوبتي ولسمشرۍ موضوع وي.

اړونده مطالب