"پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رپوټ د پاکستانيو لوړ پوړو چارواکو هغو ويناو ته هم اشاره کړې چې د افغان کډوالو د حق محدوديتولو په برخه کې د اندېښنو لامل شوې.

اکسپرېس ټريبيون:

اکسپرېس ټريبيون "افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي پاکستان د څه د پاسه دوه ميليون افغان کډوالو په ساتنه کې نه دى توانېدلى خپل نړیوال مسووليتونه پرځاى کړي.

ورځپاڼه د بشري حقونو څار نړېوالې ادارې سږني رپوټ ته اشاره کوي چې د نړۍ په لر او بر کې له بشري حقونو د سرغړونو بڼې يې ارزولي دي.

رپوټ وايي تېر کال د پاکستان ايالتي ادارو فشارونو له امله افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدا لړۍ چټکه شوه.

کوټه: ۳۲۸ ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

رپوټ کې راغلي چې پاکستاني پوليسو افغان کډوال گواښلي او پیسې یې ورنه اخيستې.

رپوټ د پاکستانيو لوړ پوړو چارواکو هغو ويناو ته هم اشاره کړې چې د افغان کډوالو د حق محدوديتولو په برخه کې د اندېښنو لامل شوې.

د بشري حقونو څار ادارې د رپوټ پر بنسټ په پاکستان کې پر رسنيو فشار اچول شوى چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په لړ کې له بشري حقونو د شويو سرغړاويو په تړاو دې رپوټونه نه خپروي.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سوريه کې د دمشق او هومز ترمنځ پرتې سيمې او د لبنان پولو ته نژدې د شيعه گانو د مېشتولو هڅې کېږي.

بريتانيا چاپه گارډين ورځپاڼه وايي ايران په سوريه کې شيعه مسلمانان مېشتوي چې د سوريې رژيم واک ټينگېدو سره مرسته وکړي.

ورځپاڼه وايي په هغو سيمو کې چې سونيانو د خپل سر خونديتابه لپاره پرېښي، په ډله ييزه توگه نوي وگړي مېشتېږي.

د ورځپاڼې په وينا تهران هڅه کوي له خپلو پولو نيولې د اسراييلو تر هغې پورې پر غځېدلې سيمه ولکه ټينگه کړي.

''ایران د اسد نظام ملاتړ ته ۴۰۰۰ جنګیالي استوي''

په سوريه کې د دمشق او هومز ترمنځ پرتې سيمې او د لبنان پولو ته نژدې د شيعه گانو د مېشتولو هڅې کېږي.

په يادو سيمو کې ځاى پر ځاى کېدونکي خلک لبنانيان او سوريايان دي.

واشنگټن پوست:

دغه امريکايۍ ورځپاڼه وايي د روسيې او د امريکا نوې ادارې په خپلمځيو اړيکو کې د ښه والي نوې نښې نښانې رادبره شوي.

روسيې د ولسمشر ټرمپ اداره چې د کار پيلولو په درشل کې ده د سوريې د سولې په اړه جوړېدونکې غونډې ته وربللې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي د اوباما اداره له دغې غونډې گوښه ساتل شوې وه، خو که د نوې ادارې چارواکي په دې برخه کې سوريې سره هوکړې ته ورسېږي نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو لومړنۍ نښه وي.

ټاکل شوې ياده غونډه د روانې مياشتې په وروستيو کې وشي.

ورځپاڼه وايي د اوباما اداره له دغې غونډې گوښه ساتل شوې وه، خو که د نوې ادارې چارواکي په دې برخه کې سوريې سره هوکړې ته ورسېږي نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو لومړنۍ نښه وي.

يوۀ امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرگند شي ويلي په دې تړاو کومه هوکړه نه ده شوې.

خو ترکۍ رسنۍ د ولسمشر اردوغان په وينا په خپلو خپرو کړيو رپوټونو کې ويلي چې امريکا به په دغه ناسته کې گډون وکړي.

اردګان له قبرص نه د ټولو ترکي پوځونو وتل رد کړي

ورته مطالب