د کنګل شوې ګیدړې ننداره

د انځور حقوق AFP
Image caption داسې ګومان کېږي، چې دغه ګیدړه سیند ته له غورځېدو وروسته کنګل شوې

جرمني کې یوه ښکاري کنګل شوې ګیدړه نندارې ته ايښې. موخه یې وايي دا ده، چې خلک د ډینیوب سیند له خطرونو خبر شي، چې د اروپا له ځینو سیمو تېرېږي.

داسې ګومان کېږي، چې دغه ګېدړه سیند ته لوېدلې وه او سملاسې کنګل شوې.

جرمن ښکاري فرانزسټل دغه کنګل شوې ګېدړه د خپلې کورنۍ هوټل مخې ته د نندارې لپاره ایښې.

نوموړی وايي ګڼ شمېر هوسۍ او نور ځناور یې لیدلي، چې کنګل شوي وو.