سیاستوالو او هنرمندانو پر ټرمپ د نیوکه کونکي جان لیوس ملاتړ کړی

جان لیوس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

جان لیوس

امریکايي سیاستوالو او هنرمندانو د بشري حقونو فعال او کانګریس غړي جان لیوس ملاتړ کړی، چې د متحدو ایالتونو پر ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې نیوکه کړې وه.

د لیوس هغې خبرې په اړه، چې ویلي یې و، ټرمپ د ولسمشرۍ وړتیا نه لري، ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، ښاغلی لیوس باید خپلې ټاکنیزې حوزې ته ډېر پام وکړي.

ښاغلی لیوس د ۱۹۶۰ کلونو هغه کمپاین له سر لارو یو و، چې د مدني حقونو لپاره تر سره شوی و.

نوموړی د مارچ ان واشنګټن په نامه کمپاین وروستی ژوندی پاتې غړی دی، چې ۵۰ کاله مخکې د مارټن لوتهر کینګ په مشرتابه پیل شوی و.

د عکس سرچینه، TWITTER

دیموکرات جان لیوس ویلي د جنورۍ پر ۲۰ به د ټرمپ لوړې مراسمو کې ځکه ګډون و نه کړي، ځکه چې په خبره یې دی ټرمپ ته د مشروع ولسمشر په سترګه نه ګوري. له این بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي و:

'فکر کوم روسانو د هغه ټاکل کېدو کې مرسته کړې او هغوی د مېرمن کلینټن په بربادۍ کې مرسته کړې. '

د نوموړي دغو څرګندونو ځواب کې ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې کښلي:

''د خواشینۍ ځای دی، دا ټولې تشې خبرې دي، چې هېڅ پایله نه لري. د کانګریس غړی جان لیوس باید د ټاکنو پایلو په اړه د دروغ شکایت پر ځای باید د خپلې ټاکنیزې سیمې حالت ته پام وکړي، چې خورا هېښوونکي حال کې ده ''

خو د جان لیوس پلویان سملاسي د هغه ملاتړ ته وتلي. د کالیفورنیا سناتور کمالا هېرس ویلي، له هغه سره داسې چلند مناسب نه دی:

'' جان لیوس د مدني حقونو د تحریک یوه بېلګه ده، چې ډارن نه دی او د انصاف او برابري لپاره یې مبارزه کړې، نوموړی له دې د غوره سلوک مستحق دی ''

د عکس سرچینه، TWITTER

یو شمېر کسانو د جان لیوس د زړورتیا ستاینه کړې او دا یې هم ویلي، چې دغه بحث د مارټن لوتهر کینګ ورځې 'جنوري ۱۶ ' سره نږدې هممهاله شوی. یو شمېر نورو بیا د نوموړي هغه تصویرونه خپاره کړي، چې د ۱۹۶۵ یوه لاریون کې د پولیسو زور زیاتي له کبله پر سر ټپي شوی و.

جمهوریتپال سناتور بین سیسي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي ' خبرې نړۍ بدلولای شي ' خو نوموړي د لوړې مراسمو کې د ګډون نه کولو مخالفت کړی.

نوموړي ویلي دا د یوه سړي په هکله نه دي، بلکې په سوله ییزه توګه د واک لېږد مراسم دي.

د عکس سرچینه، TWITTER

د عکس تشریح،

یو شمېر کسانو د ۱۹۶۵ هغه تصویر خپور کړی، چې د پولیسو زور زیاتي کې د نوموړي سر ژوبل شوی و