د منځني ختیځ کړکېچ: پاریس د ۷۰ هېوادونو د استازو کوربه دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییل او فلسطنیانو ترمنځ د سولې خبرې په ۲۰۱۴ کال کې وخڼدېدلې.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د اویا هېوادونو استازي په لوی نړیوال کانفرنس کې د دې لپاره را ټول شوي چې د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د رپوټونو له مخې، د دغه نړیوال کانفرانس ګډونوال به د فلسطنیانو او اسراییلو ترمنځ د لسیزو تاوتریخوالي د اوارولو لپاره د دوو هېوادونو حل لارې ملاتړ وکړي.

* "د فلسطین اېتلافي حکومت استعفا کوي"

* اسراییل او فلسطین واشنګټن کې خبرې پیلوي

* اسرائیلو کې اسپانوی پیلوټ: "فلسطین ته ښه راغلاست"

فلسطنیان د دې کانفرنس هرکلی کوي، خو اسراییل یې د خپلو ګټو خلاف بولي.

د دواړو لورو ترمنځ د سولې نېغې خبرې د ۲۰۱۴ کال په اپرېل کې په ټپه ودرېدلې.

له اسراییل او فلسطنیانو غوښتل شوي چې د دې کانفرنس پایلې واوري، خو په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ور کړل شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییلي پوځیانو او فلسطنیانو ترمنځ د اردو سیند لوېدیزه غاړه او غزه تراړه کې ډېر وخت اخوډب وي.

دا نړیواله ناسته په داسې مهال ده چې تېره میاشت ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره په نیواکي سیمو کې د اسراییلو مېنې جوړول وغندل، چې له امله یې د تل ابیب او نړیوالې ټولنې ترمنځ تاوتریخوالی پیدا شو.

اسراییل د بارک اوباما اداره تورنوي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې د ویټو حق په نه کارولو سره د دې پرېکړه لیک تصویبېدلو ته لار برابره کړه.

د اسراییل لومړی وزیر وايي، سپینې ماڼۍ د دې پرېکړه لیک تر شا لاس درلود، خو واشنګټن دا ادعا ردوي.

* اسراییل کې یو سرتېری د یوه فلسطیني پر وژنې مجرم ګڼل شوی

* د جعلي خبرونو له امله د پاکستان دفاع وزیر اسراییل په اټومبم وګواښه

د پاریس کانفرانس په پرېکړه لیک کې به هم له اسراییل او فلسطنیانو وغوښتل شي چې "د دوو هېوادونو جوړېدو پلان ته رسماً خپله ژمنتیا وښيي او د پرېکنده خبرو د پایلې په تړاو د وارمخکې قضاوت لپاره" یو لوریز ګامونه پورته نه کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به پخپله په دې کانفرنس کې ګډون وکړي.

دا په داسې مهال ده چې په وروستیو ورځو کې بیت المقدس ته د امریکا سفارت د لېږدولو ګنګوسې بیا زیاتې شوې او له امله یې د فلسطین د کورواکه ادارې مشر محمود عباس د اسراییل د دې ګام د مخنیوي لپاره د روسیې له ولسمشر همکاري غوښتې.

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو په یوه پرېکړه لیک کې د اسراییل په نیواکي سیمو کې د اسراییل مینې جوړول وغندل.

اړونده مطالب

ورته مطالب