پاکستان کې باليووډ فلمونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې باليووډ فلمونه

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو خرابوالي له امله پاکستان کې د هندي فلمونو په خپراوي بندیز لګېدلی و.

د فلمي صنعت شنونکي وايي دې ګام پاکستان کې فلمي صنعت ته ميلیونونه روپۍ تاوان واړاوه.

اوس د دغه بندیز په ختمېدو یو وار بیا د پاکستان په سېنماوو کې هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او ورسره ډېر هیله من دي چې کاروبار به ورسره یو وار بیا وغوړېږي.