ټرمپ: د کډوالو په هکله د مېرکل پالیسي "لویه تېروتنه" ده

د انځور حقوق The Times
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، له اروپایي ټولنې تر وتلو وروسته د برتانیا وضعیت ښه شوی دی.

د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالو د منلو په هکله د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د پرانیستو دروازو پالیسي "لویه تېروتنه" بللې ده.

"زه فکر کوم، چې هغې (انګلا مېرکل) د دې بې قانونه کډوالو په منلو سره ـ چې معلومه نه ده، له کومه ځایه راځي- یوه لویه تېروتنه کړې. هیڅوک نه پوهېږي دا کډوال له کومه راځي".

* ډونلډ ټرمپ: ټي پي پي سوداګریز تړون پرېږدو

* ټرمپ: باید امریکا خپلې اتومي زېرمې پراخې کړي

د انګلا مېرکل د دې پالیسۍ له مخې پر ۲۰۱۵ کال جرمني ته له یو میلیون ډېر کډوال ننوتل.

ډونلډ ټرمپ د جرمني له بېلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې انګلا مېرکل یوه مهمه اروپايي مشره ده او جرمني د اروپايي ټولنې د یووالي لپاره مهمه وسیله ده.

نوموړي دا څرګندونې په نیویارک کې په خپل دفتر ټرمپ برج کې له جرمن او برتانوي رسنیو سره د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د روښانولو پر مهال کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا تلونکی ولسمشر او د جرمنی لومړۍ وزیره له اروپایي ټولنې د برتانیا د وتلو خلاف و.

له اروپایي ټولنې د برتانیا وتل

د امریکا ټاکلی ولسمشر له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پرېکړه "ځیرکانه" بولي او زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته د برتانیا وضعیت ډېر ښه شوی او لندن به د دې پرېکړې ګټه ووینی.

ډونلډ ټرمپ د برتانیا له ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د لندن - واشنګټن د سوداګریزو اړیکو د لا ډېر ښه والي لپاره به هڅې وکړي.

د نوموړي دا څرګندونې د بارک اوباما هغو څرګندونو ته غبرګون دی، چې ویلی یې وو، که برتانیا له اروپایي ټولنې ووځي، نو له امریکا سره به یې سوداګریز اړیکي د کتار پای ته ورسېږي.

خو ډونلډ ټرمپ وايي، چې د واک له ترلاسه کولو وروسته به ژر د واشنګټن - لندن د اقتصادي اړیکو د اسانولو لپاره له برتانیا سره یو سوداګریز تړون وکړي.

ډونلډ ټرمپ له ټایمز او بېلډ ورځپاڼو سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا لپاره د رڼې سوداګرۍ تړون او د دغه هېواد د پولو خوندي کول غواړي.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا به له نړۍ په تېره چین سره د خپل سوداګریز تاوان په تړا خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اداره به یې تر ازادې سوداګرۍ چټکه سوداګري غوره کړي.

د انځور حقوق The Times
Image caption ډونلډ ټرمپ د برتانیا له ټایمز او د جرمنی له بېلډ ورځپاڼ، سره په مرکه کې دا خبرې کړې دي.

له روسیې سره تړون

ډونلډ ټرمپ له ټایمز سره په خبرو کې ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته په ننوتلو سره به د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره د ښه نیت او باور له مخې اړیکه جوړه کړي، چې وګوري دا باور "تر کومه دوام لري".

کله چې له روسیې سره د ممکنه تړونونو په هکله وپوښتل شو، نو ښاغلي ټرمپ وویل، چې د ولسمشر په توګه دا غواړي چې واشنګټن او مسکو اټومي سلاکوټونه کم کړي.

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* ټرمپ: ویلادیمير پوتین له بارک اوباما غوره مشر دی

* ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

نوموړي دا ژمنه هم وکړه، چې که مسکو خپلې اټومي وسلې کمې کړي، نو واشنګټن به ترې د ځینې بندیزونو لرې کولو ته پام وکړي.

په دا مهال یې په سوریه کې د روسیې پر لاسوهنه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې مسکو په دغه هېواد کې د "انساني ناورین" سبب شو.

نوموړي بیا هم له ایران سره پر اټومي تړون نیوکه وکړه او تېروتنه یې وباله.

ورته مطالب