اوباما او افغانستان

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰۹ کال کې داسې مهال سپینې ماڼې کې په کار پیل وکړ چې هېواد یې افغانستان ته په لسګونو زره سرتېري استولي ول، په میلیاردونو ډالره یې لګولې او "ترهګرۍ سره د مبارزې" په نامه جګړه یې لا روانه وه.

اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بارک اوباما د ۲۰۱۴ کال د مې میاشت پر پنځه ویشتمه په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد او د بګرام هوايي ډګر کې یې خپلو پوځيانو ته وینا وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

۲۰۱۴ کال کې د بګرام هوايي ډګر ته د اوباما د سفر پر مهال بګرام کې په لسګونو زره امریکايي پوځیان مېشت ول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر پر ۲۰ پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی امریکا ته په رسمي سفر تللی و او د نیویارک والدورف استوریا هوټل کې یې له ولسمشر اوباما سره وکتل. پر همدې مهال د سولې د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني ووژل شو او کرزي خپل سفر نیمګړی پرېښود او هېواد ته ستون شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ۲۰۱۳ کال کې امریکا ته سفر وکړ چې له ولسمشربارک اوباما سره د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو او د امریکا د مرستو پر دوام او څرنګوالي خبرې وکړی. دې عکس کې چې ارلنګتن وېرجینیا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ په یاد جوړې شوې سیمې کې اخیستل شوی د پنتاګون د یادګاري څلو مشر جېمز لېچک د خپل ورور په نوم څوکۍ ولسمشر کرزي ته ښکاروي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دې انځور کې چې په هماغه ځای کې اخیستل شوی پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته د امریکا د هغه مهال د دفاع وزیر لیون پېنېتا غږېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۰۹ کال د جولای ۶ بارک اوباما د روسیې د هغه مهال له ولسشمر دېمتري مېدېدیو سره د مسکو ګورکي کې د ده د استوګنځای په دفتر کې په غیر رسمي خبرو کې د افغانستان په تړاو، یو شمېر هوکړو ته سره ورسېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

۲۰۰۹ کال ولسشمر اوباما او د روسیې ولسمشر دېمتري مېدېدیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۰ کال د مې میاشت ۱۲، ولسمشر بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزی واشنګټن کې د اوباما په دفتر کې سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

وروسته له دې چې د ۲۰۰۹ کال د مې پر ۶ واشنګټن ډي سي کې ولسمشر کرزي، د پاکستان هغه مهال ولسمشر آصف علي زرداري او ولسمشر اوباما سره خبرې وکړې، اوباما د خبرو اترو په تړاو وینا کوي چې دواړه ولسمشران او مرستیال ولسمشر جو بایدن ورسره ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۰۹ کال د مې ۶، افغان ولسمشر حامد کرزی ولسمشر اوباما ته چې خپله وینا اوروي، ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۲ کال د مې پر دوهمه، ولسمشر اوباما له خپل افغان سیال ولسمشر کرزي سره په ارګ کې وکتل. دواړو ولسمشرانو له ۲۰۱۴ کال وروسته د اوږدمهالې ستراتېژیکې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه. دا هغه مهال و چې اوباما د اسامه بن لادن د وژل کېدو پر کلیزې افغانستان ته نااعلان شوی سفر وکړ او د بګرام له هوايي ډګره، د خپلو سرتېرو په شتون کې یې د امریکا ولس ته تلویزیوني وینا وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۲ کال د مې پر دوهمه، ولسمشر اوباما له خپل افغان سیال ولسمشر کرزي سره په ارګ کې ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د اوږدمهالې ستراتېژیکې همکارۍ هوکړه لاسلیکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

۲۰۱۲ کال د مې دوهمه، ولسمشر اوباما او افغان ولسمشر کرزي په ارګ کې ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د اوږدمهالې ستراتېژیکې همکارۍ د هوکړه لاسلیک کاپیانې تبادله کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۰ کال د مې میاشت ۱۲نېټه، ولسمشر بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزی په واشنګټن کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال د مې میاشت کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو پر کلیزې افغانستان ته نااعلان شوی سفر وکړ او د بګرام له هوايي ډګره، د ګڼو امریکايي پوځیانو په منځ کې ولاړ یې د امریکا ولس ته تلویزیوني وینا وکړه.