له ګوانتانامو ۱۰ بنديان خوشي شول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لومړي سر کې په ګوانتانامو زندان کې۷۸۰ بندیان ساتل کېدل، چې ډېری یې له محاکمو او تور پرته کلونه کلونه هلته بندیان وو

د عمان د بهرنيو چارو وزارت وايي د ګوانتانامو لس بنديان ورسپارل شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو د دوشنبې په ورځ (۱۶ جنوري) ويلي دغه زندانيان يې د امريکا په غوښتنه او بشري وضعيت ته په پاملرنې سره منلي دي.

د عمان د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د دغو بنديانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي خو وايې دوي ته په دغه هېواد کې د اوسېدو موقتي اجازه ورکړل شوې ده.

ټرمپ: له ګوانتانامو باید د بندیانو خوشي کول ودرول شي

ګوانتانامو زندان کې د ۸ افغانانو بې جرمه بند

دغه ګام د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستيو ورځو کې اخيستل شوی دی، نوموړي ويلي وو چې غواړي دغه زندان وتړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امريکا ولسمشر اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د ټاکنو د مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان به تړي.

ښاغلي اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د ټاکنو د مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان به تړي خو ښاغلي اوباما د خپل حکومت په اته کلنه موده کې په دې کامياب نه شو چې دغه زندان په بشپړه توګه وتړي.

د وروستيو لېږدونو وروسته اوس په دغه زندان کې له ۵۰ لږ بنديان پاتې دي. کله چې اوباما واک ته ورسېد هغه مهال په دې زندان کې ۲۴۲ تنه بنديان وو.

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نورو بنديانو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې ده او دغه چاره يې خپله پرېکړه ګڼلې، او پر ټويټر يې ويلي وو بندیان خطرناک کسان دي، او بايد خوشي نه شي.

ورته مطالب