د استانبول برید مشکوک 'افغانستان کې روزل شوی'

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه ښيي پوليسو دغه بريدګر په استانبول کې له يوه کوره نيولی دی

د ترکیې استانبول والي وايي، د نوي کال پر شپه پر کلب مشکوک بریدګر عبدالقادر ماشاریپف په افغانستان کې روزل شوی و او په برید کې یې خپل لاس لرل منلي دي.

د استانبول والي واسپ شاهین ویلي، اټکل کېږي چې مشکوک یو کال وړاندې د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې ترکیې ته تللی وي.

'اسلامي دولت' ډلې د استانبول پر شپې کلب د برید پړه منلې

"استانبول کي پر کلب شکمن بريدګر نيول شوی"

ده وویل، مشکوک نیول شوي د برید په ترسره کولو اعتراف کړی او د ګوتې نښې یې د برید په ځای کې د څېړل شویو ګوتنښو سره یوشان دي.

په رینا کلب برید کې نهه دېرش کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په وژل شوو کې د اسرائیلو، فرانسې، تونس، لبنان، هند، بلجیم اردن او سعودي عربستان وګړي هم وو.

د برید پړه د (اسلامي دولت) داعش په نامه ډلې ومنله، چې په وینا یې دا برید یې په سوریه کې د ترکیې د پوځي مداخلې په غچ اخیستو کې کړی.

پولیسو د دوشنبې پر ماښام استانبول کې د یوه قرغیزستاني په کور کې مشکوک ونیو. ترکي رسنیو وویل، د مشکوک ملګری او درې نورې ښځې هم نیول شوې.

ښاغلي شاهین وویل، ځینې ناسم رپوټونه خپاره شوي چې له مشکوک سره د هغه څلور کلن زوی هم د نیول کېدا پرمهال و.

دی زیاتوي، پولیسو په کور کې تومانچې، چاودېدون:ي توکي او بهرنۍ پیسې هم موندلې دي.

د انځور حقوق AP

عبدالقادر ماشاریپف څوک دی؟

  • په اصل کې د مرکزي اسیا د ازبکستان اوسېدونکی دی، چې بیا د ۲۰۱۶ کال لومړیو کې له خپلې کورنۍ سره د ترکیې مرکزي ښار قونیې ته تللی
  • ویل کېږي خپل نوم یې پر ابو محمد خراساني اړولی
  • د ترکي رسنیو له خوا د "اسلامي دولت" نومې ډلې غړی معرفي شوی

ترکیه کې د داعش بریدونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمېرو له مخې کلب کې د بريد پر مهال له پنځو تر شپږ سوو پورې خلک غونډ شوي وو.
  • اګسټ ۲۰مه: غازي عنتاب کې د واده پر مراسمو بمي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل، چې پړه یې "اسلامي دولت" (داعش) ډلې ومنله.
  • جولای ۲۸مه: د استانبول اتاترک پر هوايي ډګر بمي برید او ډزو ۴۱ کسان ووژل، د پړې ګوته یې "اسلامي دولت" نومې ډلې ته ونیول شوه.
  • مارچ ۱۹مه: ځانمرګي برید د استانبول یوه خرڅلاوځي کې لږترلږه څلور کسان ووژل، د برید پړه پر داعش ډلې واچول شوه.
  • جنوري ۱۲مه: د استانبول په یوه سیاحتي سیمه کې د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید کوونکي ۱۲ جرمنیان ووژل.
  • اکتوبر ۱۰مه: انقره کې د اورګاډو له تمځي بهر لږترلږه ۱۰۰ کسان ووژل شول، پړه یې پر داعش واچول شوه.
  • جولای ۲مه: د سوریې پولې ته څېرمه په سوروج سیمه کې لږترلږه ۳۴ کسان ووژل شول.

ورته مطالب