بریتانیا د اروپا له ګډ بازاره وځي، خو ملګرتیا نه پرېږدي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په پام کې ده هغه نن یوې غونډې په وینا کې چې د بریتانیا سفیران به هم په کې ګډون لري ټینګار وکړي چې بریتانیا له اروپا دباندې د نویو سوداګریزو اړیکو د جوړولو هڅه کوي ، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د راوپا له ګمرکي ټولنې څخه د وتلو اشاره کیدای شي.

ګارډن

'له اروپايي ټولنې وتل به پر لوړو زده کړو ژورې اغیزې وکړي'

بریتانیایۍ ګارډن ورځپاڼې په اروپايي ټولنه کې ددغه هېواد د غړیتوب په اړه یو مطلب خپور کړی او په کې ویل شوي چې لومړۍ وزیره تیریزا مې به د خپلې کاري دورې په یوه ډیره مهمه وینا کې په ډاګه کړي چې بریتانیا د اروپا له ګډ بازار ووځي، خو زیاتوي ټینګار به یې په دې وي چې بریتانیا به د اروپا یو ښه ملګری هېواد په توګه پاتې شي.

په پام کې ده هغه نن یوې غونډې په وینا کې چې د بریتانیا سفیران به هم په کې ګډون لري ټینګار وکړي چې بریتانیا له اروپا دباندې د نویو سوداګریزو اړیکو د جوړولو هڅه کوي ، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د راوپا له ګمرکي ټولنې څخه د وتلو اشاره کیدای شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزیف ووتل سره په کتنه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي چې نور باید یو د بل د پړ کولو څخه لاس واخیستل شي.

ډېلي

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي د دغه هېواد د پوځ د چارواکو په حواله لیکلي چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې ملاتړ کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزیف ووتل سره په کتنه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي چې نور باید یو د بل د پړ کولو څخه لاس واخیستل شي.

ډان

بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ډان بیا د پاکستان دفاع وزیر هغه څرګندونۍ را اخستي چې ویلي دي د هند بریدونو ته به سخت ځواب ورکړل شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې خواجه اصف په سنا مجلس کې په یوه جزباتي وینا کې وویل چې د هندي ځواکونو د هر ډول هدفي عملیاتو په ځواب کې له به ټولو قوت څخه کار واخستل شي.

د انځور حقوق ACB
Image caption د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

نیوزیلانډ خپرونې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کریکټ لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبې په اړه رپوټ خپور کړی او په ځانګړې توګه یې د افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ د هغې شپږیزې یادونه کړې چې په یوه لاس یې ووهله ، خپرونه زیاتوي ځدراڼ د خپل ژوند تر ټولو جالبه شپږیزه ترلاسه کړه.

کرېکټ: افغانستان متحدو عربي امارتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ناټو او امریکا په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د ډونلډ ټرمپ نوي څرګندونو د اروپايي مشران هک حیران کړي او اوس د دواړو لورو ترمنځ د جلاوالي په اړه اندیښنې ډیرې زياتې شوي دي.

ورته مطالب