"هند ته د اوباما نژدېوالي پاکستان ناهیلی کړ"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اوباما او پاکستان

کله چې اته کاله وړاندې د امریکا د ۵۶ م ولسمشر په حیث بارک اوباما لوړه کوله، نو اسلام اباد په دې باور و، چې د دوی پر وړاندې به د امریکا تګلاره تر پخوا یوازې ښه بلکې تاریخي وي. خو د دې برعکس د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ واټن لا نور زیات شو.

د اوباما په واکمنۍ کې امریکا د پاکستان په ایبټ اباد ښارګوټي کې د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن وواژه. اسلام اباد پرې خواشيني څرګنده کړه او په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لپاره له دغه هېواده د تېرېدونکو ناټو موټرو پر مخ يې لاره وتړله.

د اوباما ولسمشري په انځورونو کې

د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

په همدې دوره کې واشنګټن څو ځله له اسلام اباده وغوښتل، چې د هر ډول وسله والو ډلو پر ضد دې له یوه مخه عملیات وکړي.

پاکستان بیا بیا وویل، هېڅ توپير يې نه کوي، خو وروسته امریکا نه یوازې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته د شک په سترګه کتل پيل کړل، بلکې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره مرسته کې يې هم ورڅخه په میلینونو سوه ډالره کم کړل.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما

د اوباما په همدې واکمنۍ کې امریکا له پاکستان څخه اته اېف شپاړس ډوله هغه جنګي الوتکې هم وګرځولې، چې لومړی يې ورسره د دې الوتکو د پېر لپاره د مرستې ژمنه کړې وه. هند وار له مخه لا د امریکا په دغې پرېکړې سخت غبرګون ښودلی و.

له دې سره د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش په واکمنۍ کې له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په قبایلي سیمو کې پېل شوي ډرون بریدونو د اوباما د واکمنۍ مهال هم دوام درلود.

که څه هم په ۲۰۱۶ کال کې دا بریدونه ډېر کم شوي، خو تر دې وړاندې په همغه جریان کې دغو بریدونو دوام درلود او پاکستان به پرې تل د خواشينۍ څرګندونه کوله.

په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ استازې عابده حسین که څه هم د اوباما اته کلنه دوره د پاکستان لپاره ښه ګڼي خو وايي، "هغه وخت چې اوباما هند ته نژدې شو، نو پاکستان ناهیلی شو".

اغلې عابده حسین زیاتوي، "کله چې امریکا د اتومي وسلو د لېږد په ډله کې هند ورګډ کړ او د پاکستان له ورګډېدو څخه يې انکار وکړ نو سخت خپه او مایوسه شوو".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ايا ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې د اوباما تګلاره بدله کړي؟

په اسلام اباد کې د چارو کارپو او مشر خبریال زاهد حسین بیا د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د واټن لوی لامل افغانستان یادوي او وايي، د افغانستان له وجې امریکا تل پاکستان ته د شک په سترګي کتلي.

که څه هم امریکا، کابل او نړۍ اکثره وخت له پاکستانه دا غوښتنه کوي، چې دلته د وسله والو پټنځایونه دي له منځه یوسي او پر ضد دې يې بې له کوم توپيره کار وکړي، خو افغان طالبان او حقاني شبکه هغه ډلې دي، چې ورباندې تل د دغه هېواد د څارګرو ادارو د ملاتړ تور پورې کېږي.

خبریال طاهر خان همدې ته په پام سره وايي، "د افغانستان په هکله امریکا تل له اسلام اباده ګیله منه پاته شوې او په خبره له همدې امله يې بیا پاکستان ته د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره ورکېدونکې مالي مرستې کمي کړې یا ورګرځولې.

ورته مطالب