د بریتانیا لومړۍ وزیره: د اروپا ګډ بازار کې نه پاتې کېږو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بریتانیا لومړۍ وزیرې لومړی ځل 'د نړیوالې بریتانیا' یادوونه

د بریتاینا لومړۍ وزیره ټرېزا مې وايي، له اروپايي ټولنې یې د هېواد وتل په دغه اتحادیه کې د بریتانیا غړیتوب په بشپړه توګه پای ته د رسېدو په معانا دي.

مېرمن مې دغه راز ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د اروپايي ټولنې په ګډ بازار کې پاتې نه شي.

د نوموړې په وینا بریتانیا به هڅه وکړي له نورو اروپايي هېوادونو سره ازاده سوداګري وکړي، خو وايي نه غواړي د یوې ' نیمې نیمايي ' غړي شي.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې لومړی ځل ' د نړیوالې بریتانیا ' یادوونه وکړه او ویې ویل دغه هېواد به د اروپايي ټولنې ' ښه دوست او ګاونډی ' پاتې شي، خو وايي دغه راز به د نورې نړۍ له هېوادونو سره د غوره اړیکو لپاره هڅه او هاند کوي.

بریتانیا د اروپا له ګډ بازاره وځي، خو ملګرتیا نه پرېږدي

د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې د وتلو بهیر پیلېدو ته رایه ورکړه

دا وروستیو کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو په تړاو اټکلونه ډېر شوي وو، خو دا لومړی ځل دی، چې د بریتانیا حکومت په رسمي توګه له اروپايي ټولنې د وتلو او له اروپايي هېوادونو سره راتلونکي کې د خبرو په اړه دریځ څرګندوي.

له دغې وینا سملاسي وروسته د امریکايي ډالر پر وړاندې د بریتانوي پاونډ ارزښت ۱.۵ په سلو کې پورته شو. مېرمن مې وايي، بریتانیا له اروپايي ټولنې وځي، خو زیاتوي د دې معانا دا نه ده، چې بریتانیا له اروپا وځي.

نوموړې وویل د بریتانیا خلکو په ' پرانیستو سترګو ' له اروپايي اتحادیې نه د وتلو لپاره رایې ورکړې. له هغه وروسته، چې بریتانویانو له اروپايي اتحادیې نه د وتلو لپاره رایې ورکړه، له اروپايي هېوادونو سره د بریتانیا د راتلونکو خبرو په اړه د بریتانیا حکومت جزیات نه وو خپاره کړي.

د مخالف ګوند کابینې، کارګر ګوند هم پر لومړۍ وزیرې فشار اچوې، چې خبرو کې د سوداګرۍ لپاره ' مناسبې هوکړې ' ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

له دې مخکې اروپايي مشرانو ویلي، چې بریتانیا نه شي کولای له اتحادیې د وتلو بهیر کې ' څه واخلي او څه پرېږدي ' یعنی دوی نه شي کولای ګډ اروپايي بازار ته لاسرسی ولري، خو د کارګرو پر ازادانه تګ راتګ بندیزونه ولګوي.

بل لور ته بریتانیا ته د کډوالو ورتګ کنترول له اروپايي ټولنې د وتلو بهیر کې له خپلو لومړیتوبونو بللی و. له اروپايي ټولنې به په رسمي توګه د بریتانیا وتلو چارې د ۲۰۱۷ په مارچ کې پیل شي.