نایجریا: هوايي ځواک په تېروتنه بمبارۍ کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه سیمه کې د نایجریا پوځ له بوکو حرام وسله والو سره پر جګړه بوخت دی.

نایجریا کې د دغه هېواد پوځ ویلي د هوايي ځواک یوې الوتکې په تېروتنه پر ملکي خلکو بمباري کړې، چې پایله کې یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو خیریه ټولنه وايي دغه بمباري د هېواد په شمالي ران سیمه کې د بې ځایه شویو کسانو پر یوه پنډغالي شوې ده.

ویل کېږي، د برید پایله کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ ټپیان شوي دي. پېښه له کمرون سره د نایجریا پولې ته نږدې رامنځته شوې ده.

دغه سیمه کې د نایجریا پوځ له بوکو حرام وسله والو سره پر جګړه بوخت دی.

ولسمشر محمدو بوهاري، چې پوځ یې د بوکو حرام سخت دریځې وسله والې ډلې سره په جګړه بوخت دی، د پېښې په اړه خواشینې څرګنده کړې ده او له خلکو یې غوښتي، چې له زغمه کار واخلي

د بورنو ایالت یوه چارواکي، چې د چورلکو له لارې یې د ټپیانو لېږدولو کې مرسته کوله، ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د نه منلو وړ

د بې پولې ډاکټرانو چارواکي وايي برید کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې د بوکو حرام ډلې له بریدونو تښتېدلي وو.

ددغې خیریه ټولنې عملیاتي مشر جین کلیمینټ کابروول ویلي:

''پر هغو کسانو چې وار له مخه له جګړو او تاوتریخوالي تښتېدلي په دومره پراخه کچه برید حیرانونکی او د منلو وړ نه دی. ''

د نړیوال سره صلیب چارواکي وايي دغه برید کې د دوی شپږ کارکونکي هم وژل شوي دي.

د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې د پېښې قربانیانو شمېر تر ۱۰۰ زیات یاد شوی دی.

د نایجریا پوځ ویاند تورن جنرال لکي ایرابور په وینا د دغې بمبارۍ هدف د بوکو حرام وسله والو ډله وه، چې په وینا یې په تېروتنه ملکي خلک په کې په نښه شوي دي.

نوموړي په وینا تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید کې څومره کسان وژل شوي، خو هغه مني، چې په ټپیانو کې د بې پولې ډاکټرانو او سره صلیب کارکونکي هم شامل دي.

د نایجریا پوځ له لوري د دغه ډول تېروتنې منل په تېر کې بې ساري دي.