د چلسي منینګ سزا کمه او ژر به ازاده شي

د انځور حقوق AFP
Image caption چلسي منینګ د پټو اسنادو د خپرولو له امله بندي شوې ده.

د امریکا ولسمشر د چلسي منینګ سزا کمه کړې، چې پر ۲۰۱۰ کال ویکي لیکس ته د پټو سندونو د ور کولو له امله بندي شوې وه.

نوموړې پوځۍ وه او پر ۲۰۰۹ کال یې په عراق کې د استخباراتي شنونکې په توګه خدمت وکړ او همالته یې دولتي اسناد ترلاسه کړل.

د سزا د لومړني حکم له مخې هغه باید پر ۲۰۴۵ کال ازاده شوې وی، خو د سزا ډېرې برخې په بښل کېدلو سره به د مۍ پر ۱۷ ازاده شي.

ویکي لیکس وېبپاڼې ته د ډيپلوماټیکو لیکونو د ور کولو له امله منینګ پر ۲۰۱۳ کال پر ۳۵ کاله بند محکومه شوه،

دا د امریکا په تاریخ کې د پټو سندونو د افشا کېدو تر ټولو لویه پېښه بلل کېږي.

د بارک اوباما حکومت د ۲۹ کلنې منینګ د بښلو لپاره له فشار سره مخ و. مېرمن منینګ کال مخکې دوه ځلې په بند کې د ځاونوژنې هڅه وکړه.

هغه د کنزاس ایالت د فورټ لیونوورټ اډې د نارینه وو بند کې ساتل کېږي.

* جولیان اسانج: نور محرم اسناد هم خپروو

* د ویکي ليکس د مشر د نيولو امر فسخه شو

هغې تېر کال نوا (نهاره یا د خوړو اعتصاب) وکړ، خو د پوځ له خوا جنسي هویت له ستونزې نوموړې ته د ور پیدا شوي ژور خپګان اړوند درملنې په بدل کې یې پای ته ورساوه.

سپینې ماڼۍ په وروستیو ورځو کې ویلي وو، چې د منینګ د سزا کمول شوني دي.

د ویکي لیکس بنسټګر جولیان اسانج تېر کال وویل، که د بارک اوبا حکومت چلسي منینګ وبښي، نو امریکايي چارواکو ته به تسلیم شي.

ښاغلي اسانج د سې شنبې په ورځ خپل پخواني وړاندیز ته له اشارې پرته په ټوېټر کې لیکلي: "د ټولو هغو کسانو منندوی یم چې د چلسي منینګ په ازادولو کې یې مبارزه کړې ده، ستاسو مېړانې او هوډ ناشونی شونی کړ".

نوموړي پر ۲۰۱۲ کال په لندن کې د ایکوادور سفارت کې پنا واخیسته. سوېډني چارواکي یې د جنسي تېري په تور تعقیبوي.

ښاغلي اوباما د سې شنبې په ورځ د ۲۰۹ کسانو سزا کمه کړه او ۶۴ یې وبښل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption منینګ پر ۲۰۱۲ کال خپل ځان ښځینه کړ.

په پټو اسنادو کې څه وو؟

د امریکا پوځ له ۷۰۰ زرو د ډېرو پټو ډیپلوماټکو او پوځي اسنادو او ویډیوو د خپرولو په تړاو پر چلسي منینګ ۲۲ تورونه لګولي وو.

په دې اسنادو کې د ۲۰۰۷ کال هغه ویډیو هم وه، چې پکې د امریکا پوځي اپاچي چورلکې په بغداد کې ۱۲ ولسي وګړي وژل.

منینګ د ډيپلوماټانو ترمنځ حساس پیغامونه، د هغو بندیانو په هکله استخباراتي ارزونې چې له محاکمې پرته په ګونټنامو کې بندیان وو او د عراق او افغانستان د جګړو رپوټونه په واک کې لرل.

دغو رسواییو د امریکا حکومت ته لوی شرم جوړ او د بارک اوباما اداره یې اړه کړه چې د هر ډول دولتي اسنادو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

مېرمن منینګ د محاکمې پر مهال "د امریکا زیانمنولو" له امله بښنه وغوښته او ویې ویل، فکر یې کاوه چې په دې کار سره به "نړۍ ډېره ښه کړي".

* جرمني: غواړو اېډورد سنوډن سره خبرې وکړو

* د سنوډن له خولې د اسامه د وژلو "د ډرامې رپوټ" ناسم و

په دا مهال د امریکا د یوه امنیتي شرکت قراردادي کارمن اېډوارډ سنوډن د برخلیک په هکله هم بحثونه کېږي.

نوموړي د دغه هېواد د ملي استخباراتو ادارې څارګري پروګرامونه رسوا کړي او دا مهال په روسیه کې اوسېږي.

له یو میلیون ډېرو خلکو په خپلو لاسلیکونو سره له بارک اوباما د نوموړي بښل غوښتي.

خو سپینه ماڼۍ وايي، چې ښاغلي سنوډن د بښنې لپاره اړین اسناد نه دي سپارلي.

ښاغلي اوباما هم تېر نومبر د جرمني له شپېګل ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: " زه داسې کس نشم بښلی چې محکمې ته حاضر شوی نه وي او له ځان یې دفاع نه وي کړې".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سنوډن له اروپايي چارواکو سره د ویډیو کانفنرس له لارې خبرې کوي.

ورته مطالب