هندوستان ټایمز: پاکستان باید له ترهګرۍ ځان لرې کړي

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مودي وايي، هېواد یې نړیوالې سولې ته ژمن دی

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د هند د لومړي وزیر ناریندر مودي له خولې وایي، د هند او پاکستان ترمنځ د ګټورو خبرو اترو لپاره باید پاکستان رامخې ته شي او له ترهګرۍ نه ځان لرې کړي.

هغه ویلي چې هند په یواځې توګه نشي کولی د سولې ډګر ته ودانګي.

ښاغلي مودي زیاته کړې، هند هیڅکله هم په نړیواله سوله کې له خپلو مسوولیتونو په شا شوی نه دی، خو نوموړي پاکستان بیا په دې تورن کړی چی د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاتې راغلی دی.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جنرال راحیل شریف په واکمنۍ کې د ترهګرۍ ضد پوځې محکمو په کار پیل وکړ.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د دغه هېواد د پوځ د پخواني لوی درستیز متقاعد جنرال راحیل شریف خبرې را اخستې چې ویلي یې دي، په ۲۰۱۶ کال کې د ترهګرۍ په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی وو. هغه زیاته کړې چی د تروریزم ضد جګړه کی د استخباراتي اطلاعاتو شریکول زیات مهم دي.

ښاغلي شریف چې یوه کنفرانس کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د پوځ د بریاوو په هکله خبرې کولې، په دې ټینګار وکړ چې ترهګري نړۍ ته یو ناسور جوړ شوی او سمه پلانونه او د استخباراتي معلوماتو شریکول د ترهګرۍ ضد مبارزې د ستراتژۍ مهم توکي دي.

نیویارک تایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ راتلونکې جمعه د لومړې مراسم لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دې سرلیک کې چې - د ټرمپ پېر را ورسید او نړۍ کې د بې باورۍ ویره خوره شوې - لیکي چی جرمني غوسه دی، چین سخت په قار دی، د ناټو مشران عصبي دي، خو دا په داسې حال کې چې د هغوی سیالانو ټکان خوړلی.

د ورځپاڼې په باور، یواځې څو ورځې د امریکا د منتخب ولسمشر د سوګند مراسمو ته پاتې دي چې ښاغلي ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې له چین سره تاوتریخوالي ته لمن ووهله.

ورځپاڼه دا پوښتنه کوي چې هیڅوک نه پوهیږي ښاغلی ټرمپ کومې خواته روان دی.