سوریه: روسیې او ترکیې پر داعش ډلې 'لومړی ځل' ګډ ګوزارونه کړي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېږي د ترکیې ایف ۱۶ ډوله الوتکو دغو عملیاتو کې برخه درلوده

د روسیې دفاع وزارت ویلي د دغه هېواد او ترکیې هوايي ځواکونو لومړی ځل په شریکه د سوریې خاوره کې دننه د اسلامي دولت نومي ډلې پر ضد هوايي بریدونه کړي دي.

پر اسلامي دولت نومي ډلې الباب سیمه کې بریدونه شوي.

دا هغه سیمه ده، چې تېره میاشت داعش ډلې سره په ځمکني جګړه کې ترکیې ته د سر درانه زیانونه اوښتي وو.

ملګرو ملتونو سوریې کې د روسیې او ترکیې د اوربند هڅې ستایلې

سوریه کې د ترکیې هوایي بریدونو 'درنه ولسي مرګژوبله اړولې'

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ترکیې پوځ له قوله ویل شوي، چې روسیې له ' ترکیې سره په همغږۍ هوايي بریدونه کړي '

روسیه او ترکیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې دوه مهم بهرني رول لرونکي دي.

د ترکیې او روسیې اړیکي

د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې ترکي الوتکو د سوریې پولې سیمه کې یوه روسۍ جنګي الوتکه په هوا کې وویشته، چې په کې یو پیلوټ ووژل شو او بل ټپي حالت کې پر ځمکه وژغورل شو.

د هغې پېښې پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شول، روسیې پر ترکیې بندیزونه ولګول، چې د ترکیې پر اقتصاد یې اغېزې وکړې.

دغه بندیزونه هغه مهال لېرې کړل شول، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د پېښې په تړاو عام محضر کې پښېماني څرګنده کړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روانې میاشتې پیل کې الباب سیمه کې یو ترکي ټانک ګوزارونه کوي

الباب د ترکیې له پولې نږدې ۲۰ کیلومتره لرې پرته سیمه ده او له تېرو پنځو میاشتو راهیسې ترکیه هڅه کوي داعش ډله او کردي وسله وال له دغې سیمې پر شا ټیل وهي.

د روانې اونۍ لومړیو کې امریکايي هوايي ځواک هم له ترکیې سره په همغږۍ دغه سیمه کې بمباري کړې، خو د ترکیې په څېر د یوه ناټو غړي هېواد او روسیې تر منځ دغه ډول یو ګډ پوځي ماموریت بې ساري دی.

د روسیې یوه ویاند ډګر جنرال سیرګي رودسکوی ویلي، نهه روسي او اتو ترکي الوتکو د چهارشنبې ورځې عملیاتو کې برخه اخیستې.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په وینا یې په بریدونو کې ۳۶ هدفونه په نښه شوي دي.

له هغه وروسته، چې روسیې ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین نه کریمیا سیمه بېله کړه، د ناټو او مسکو تر منځ اړیکي خورا خړ پړ شوي دي.

رپوټونه ښيي، چې د امریکا متحدو ایالتونو همدا تېره اونۍ ۳۰۰۰ پوځيان چې په ټانکونو او زغره والو ګاډو سمبال وو، د روسیې ډارولو لپاره پولنډ ته واستول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسیې جنګي الوتکې د سوریې له دننه الوتنې کوي

په الباب سیمې کې د ځمکنۍ جګړې پر مهال د تېر دسمبر میاشتې پر ۱۴ نېټه د ترکیې ۱۴ پوځیان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

په اګست میاشت کې سوریې کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې دا په سوریې کې یوه ورځ کې د ترکیې تر ټولو ډېر تلفات بلل کېږي.

امریکايي ځواکونو د روانۍ اونۍ پیل کې په دغه سیمه کې څلور هدفونه په نښه کړي دي.

ترکیه په رسمي توګه د سوریې حکومت یوې مخالفې ډلې 'د ازادې سوریې ځواک ' د ملاتړ رول تر سره کوي.

اړونده مطالب