ګارډین: ۲۰۱۶ تر ټولو تود کال و چې ساری یی لیدل شوی نه دی

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تودوخې له امله کنګل ځمکې او واورې ویلې کېږي.

د لندن ګارډین ورځپاڼه لیکي، چې ۲۰۱۶ کال تر ټولو تود کال و چې ساری یی نه ولیدل شوی.

ساینس پوهانو د تودې هوا ملامتیا پر انساني فعالیتونو اچولې چی د هوا د بدلون سبب شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې برتانیا د هواپوهنې ادارو ( نوسا او ناسا) د ۲۰۱۶ کال اخري راپور د چارشنبې په ورځ خپور کړ.

په راپور کې ساینسپوهانو ویلي چې نړۍ ۱۱۵۰۰۰ کله پخوا داسې تود شوې وه او سیاره کې د څلور میلیونو کلونو په جریان کې د کاربن ډای اوکساید کچه دومره لوړه شوې نه وه.

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له افغان مشرتابه نه غوښتي چی افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو ملامتي پر پاکستان وانه چوي.

هغه افغان مشرانو ته سپارښتنه کړې، د دې پر ځای چې پاکستان ګرم وبولي له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر پاشلې تګلاره له سره کتنه وکړي.

ښاغلي عزیز له امریکایي رسنۍ سره مرکه کې ویلي طالبانو سره د افغان حکومت خبرې اترې ډیرې پاشلې دي او افغان دولت باید خپل دریځ روښانه کړي او طالبانو او نورو ډلو ته یو روښانه پیغام ولیږي چې له مخې یې ټوله نړۍ له طالبانو وغواړی چې د افغان دولت سره خبرو اترو ته کیني او ستونزې حل کړي.

د سرتاج عزیز په خبره، د افغانستان او نړیوال فشار به طالبانو ته لازم سیګنال ورکړي چې کیدی شی هغوی د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سرتاج عزیز وايي، افغان چارواکي دې د بد امنیتي وضعیت پړه پر پاکستان نه اچوي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې پاکستاني پوځ د لشکر جنګوي د فرقه پالې ډلې مشر او درې نور اورپکي د پنجاب ایالت په شیخوپوره ښار کې وژلي دي.

د ورځپاڼې په وینا، اصف چوتو چی په رضوان مشهور و، د دې ډلې د پخواني مشر اسحاق له مرګ وروسته د لشکر جنګوي مشر شو.

دغه سني مذهبه ډله پاکستان کې د سلګونو شیعه مذهبو ملکي وګړو په و‌ژلو تورنه ده.

ویل کېږي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو ته اطلاع رسیدلې وه، چې دغه ډله لاهور کی د حملې پلان لري.

نیویارک ټایمز

امریکا کې خپریدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د بارک اوباما اداره نژدې ۱۰۰۰ مخه محرمې سپارښتنې د نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ ډلې ته سپارلې خو نه پوهېږي چې د ولسمشر ټرمپ په تیم کی دا سندونه چا لوستلي دي او که نه.

دا محرم سندونه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام، د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد د پوځي عملیاتو، د سویلي چین سمندرګي د کړکېچ او نورو موضوع ګانو په هکله دي چې د نوی ولشمشر ټیم به د کار په لومړۍ اونۍ کې ورسر مخ شي.

د نیویارک ټایمز په خبره، پداسې حال کې چې سبا جمعه به ولسمشر اوباما د اتومي شفر او د سپینې ماڼۍ کیلي ډونلډ ټرمپ ته وسپاري د ښاغلي ټرمپ ډله به سختۍ سره د ملي امنیت شورا سره بوخته شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ لوړه کوي.