"اسلامي دولت" ډلې ۲۰۱۶ کې څلورمه برخه سیمې له لاسه ورکړې

عراقي ځواکونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

عراقي ځواکونه له "اسلامي دولت" ډلې د موصل بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي

د شخړو یوې څېړونې مؤسسې پخپل تازه راپور کې ویلي، "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې په تېر ۲۰۱۶ کال کې تر خپل واک لاندې څلور برخې سیمې له لاسه ورکړې دي.

د "د ای ایچ ایس مارکیټ" په نامه د امنیت او دفاع مؤسسې څېړونکو ویلي، دغې ډلې ۱۸ زره مربع کیلومتره سیمه له لاسه ورکړې او یوازې پر ۶۰ زره مربع کیلومتره خاورې واکمنه ده.

یاد بنسټ اټکل کوي چې د روان ۲۰۱۷ کال تر نیمايي به د عراق حکومت موصل ښار بېرته ونیسي.

خو خبرداری یې دا دی چې د سوریې رقه ښار - چې د دغې ډلې د خلافت مرکز ګڼل شوی - بېرته نیول به تر دې هم ګران کار وي.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، "اسلامي دولت" ډلې په ۲۰۱۶ کال تر خپل واک لاندې ۲۳ سلنه سیمې له لاسه ورکړې او په ۲۰۱۵ کال یې نژدې ۱۴ سلنه خاوره له لاسه ورکړې وه.

د یاد بنسټ مشر څېړونکي او د بنسټ مشر کولومب سټراک ویلي "اسلامي دولت ډلې تېر کال پاموړ سیمې خوشې کړې، چې د دوی لپاره مهمې او حیاتي سیمې هم پکې شاملې وې."

خو وايي، که څه هم دوی سیمې له لاسه ورکړې، خو په تېره ډسمبر میاشت کې یې تدمر لرغونی ښار بېرته ونیو.

د عراق دویم لوی ښار موصل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د "اسلامي دولت" ډلې په لاس کې دی، عراقي ځواکونو یې په ختیځو برخو کې پرمختګ وکړ، خو په وروستیو ورځو کې له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د سوریې دیموکراتو ځواکونو د رقه ښار بېرته نیولو اعلان وکړ

سټراک زیاتوي "اټکل دا دی چې عراقي ځواکونه به د روان کال تر دویمې نیمايي وړاندې موصل ښار ونیسي."

له موصل وروسته به "حکومت د حویجه شاوخوا مقاومتي سیمې ټینګې کړي، چې جهادیان یې پر پلازمېنې بغداد د ترهګریزو بریدونو لپاره د یوه مرکز په توګه کاروي."

د راپور پربنسټ "د رقه ښار بېرته نیول لا ډېر ګران کار دی، ځکه چې هلته ډېر پېچلي سیاسي او پوځي جوړښتونه موجود دي."

د سوریې دیموکرات ځواکونه د امریکا په ملاتړ په تېر نومبر کې د رقې ښار بېرته نیولو ته ورټېل وهل شول.

د ویډیو تشریح،

موصل کې جګړه

خو د فران او البیخ رودونو ترمنځ پاتې مثلث کې یې د پرمختګ مخه ونیول شوه.

ستراک وايي، رقه ښار د داعش اصلي مرکز او زړه بلل کېږي، چې په وینا یې، "له جګړې پرته به یې خوشی نه کړي او بېرته نیول یې لوی ځمکني خوځښت او مداخلې ته اړتیا لري."

راپور وايي، ددغې ډلې په منځ کې ګڼ اختلافونه دي، چې د دوی په منځ کې د درز پیدا کېدو لامل هم کېدای شي او یا دا چې دغه ډله پخپل منځ کې سره ووېشله شي.