د ایټالیا پر هوټل واورې ښویېدو کې ګڼ کسان تري تم شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption یوه ایټالیایي چارواکي ویلي، امکان لري د زلزلې له کبله واوره ښویېدلې وي.

د ایټالیا مرکز کې ژغورندویان وايي، پر یوه هوټل واوره راښویېدلې، چې ګڼ کسان پکې وژل شوي. یوه ایټالیایي چارواکي ویلي، امکان لري د زلزلې له کبله واوره ښویېدلې وي.

دوه کسان ژوندي رایستل شوی او ښکاري چې ډېری نور تر واورو لاندې دي.

ژغورندویانو تېره کرۍ شپه هوتل ته د رسېدو هڅه وکړه. پېښه په ابروزو سیمه کې د ګرن ساسو غره ته څېرمه شوې ده.

د ژغورندویې ډلې د یوه چارواکي انتونیو کروسیتا له خولې ویل شوي چې "ګڼ کسان وژل شوي دي".

په ریګوپیانو هوټل کې د واورې ښویېدو پرمهال شاوخوا ۳۰ کسان وو.

د هوټل چت نړېدلی دی او راښویېدلو واورو هوټل ته د ننوتلو لاره بنده کړې چې ورتګ ګران شوی دی.

ایټالیايي رسنیو ویلي، د ژغورندویانو لومړۍ ډله پرځايي وخت د پنجشنبې په ورځ څلور بجې (د ګرینویچ پروخت درې بجې) هوټل ته رسېدلې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایټالیا دغه مرکزي غرنۍ سیمه د چارشنبې په ورځ څلور ځلې زلزلو لړزولې ده.

ژغورندویانو ویلي، په یاد هوټل کې د پېښې پرمهال لږترلږه ۲۰ سیلانیان او اوه د هوټل کارکوونکي هم وو.

د ایټالیا دغه مرکزي غرنۍ سیمه د چارشنبې په ورځ څلور ځلې زلزلو لړزولې ده.

په یاده سیمه کې د تېرې اګسټ پر ۲۴مه هم خونړۍ زلزله وشوه، چې لږترلږه ۲۹۸ کسان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق VIGILI DEL FUOCO/TWITTER
Image caption ژغورندویان تېره شپه ناوخته هوتل ته رسېدلي

اړونده مطالب

ورته مطالب