ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه د مېز ترشا کښېناست

ډونالډ ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته د میز تر شا کښېناست او پر یو شمېر امرونو یې لاسلیک وکړ .

تر دغه وړاندې ولسمشر ټرمپ خپله لومړنۍ وینا وکړه چې په میلیونونو کسانو د ټلویزیون او ټولنیزو شبکو له لارې ژوندۍ اورېدله.

ولسمشر ټرمپ وویل ''د تشو خبرو وخت خلاص شو، د عمل وخت دی "

د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې لږ وړاندې رسمي لوړه وکړه په خپلې وینا کې د خپلې تګلارې اصلي کرښې روښانه کړې او خلکو ته یې د نوو بدلونو ډاډ ورکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل دی د عمل سړی اوس د خبرو وخت تېر شوی. ښاغلي ټرمپ پر دې ټینګار وکړ چې د امریکا ګټې دې تر هر څه لومړیتوب ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ولسمشر ټاکل کېدو سملاسي وروسته د سپینې ماڼۍ رسمي اکاونټ هم د ډونالډ ټرمپ نوم ته اوښتی

ولسمشر ټرمپ وویل "چا ته اجازه مه ورکوئ چې درته ووايي دا کار شونی نه دی. زموږ هېواد به یو ځل بیا وغوړېږي ".

ټرمپ وویل حکومت به یې د زده کړو او کاري فرصتونو ودې لپاره کار وکړي. د نوموړي په خبره د امریکا متوسط عاید لرونکو کسانو کورونه تورړل شوي دي او پر نورو نړیوالو وېشل شوي دي، هغه وویل "له ننه وروسته به له هر څه مخکې امریکا وي، یوازې امریکا! "

نوموړي خپلې وینا کې هغه ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یې له خلکو سره کړې وې.

''داستاسې هېواد دی، ستاسې جشن دی او د امریکا متحده ایالات ستاسې هېواد دی. زموږ د هېواد هغو نارینه وو او ښځو چې هېر کړل شوي وئ، نور به تاسې هېر نه شئ. اوس هر څوک ستاسې غږ اوري. "

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته وینا وکړه

له دې مخکې د ټرمپ کورنۍ او لومړی مرستیال یې مایک پنس د لوړې پر مهال د نوموړي تر څنګ ولاړ وو.

تر ده وړاندې مایک پنس رسماً د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه لوړه وکړه. نوموړي لوړه وکړه، چې 'د کورنیو او بهرنیو ' دښمنانو مقابل کې به د امریکا د اساسي قانون ساتنه کوي.

بل لور ته د بي بي سي خبریال جېمز کوک په خپل رپوټ کې وايي، د لسګونو تنظیمونو فعالان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو سره هممهاله پلازمېنې واشنګټن ته رسېدلي دي.

د ډسټرپټ جې ۲۰ په نوم یوه سازمان فعالانو د امنیتي پوستو مخنیوي هڅه کړي، چې نېشنل مال ته د ټرمپ پلویانو رسېدو مخه ونیسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption .

ولسمشر باراک اوباما هم د لوړې مراسمو کې ګډون کړی و او له پخوانیو ولسمشرانو سره یې روغبړ وکړ.

د ښاغلي ټرمپ مېرمن ملانیا هم د لوړې ځای مراسمو پر مهال د ولسمشر څنګ ته ولاړه وه. مېرمن ټرمپ به د خپل زوی بېرن د تعلیمي کال تر پایه واشنګټن کې نه اوسي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د امریکا ونډ‌و بازارونو کې د ټرمپ لوړې مراسمو سره هممهاله د ونډو بیې لوړې شوې دي.

د ټرمپ له لورې د مالیو کچې ټیټول، او اډانه ییزو چارو کې د پانګونې لوړولو ژمنې هغه څه دي، چې د بازارونو فعالان یې ښه زیري بولي.

ډونالډ ټرمپ خپله وینا پر دې خبرو پای ته ورسوله چې "دغه ټکي واورئ، له دې وروسته به تاسې هېڅکله له پامه و نه غورځول شئ ".

له دې سره نوموړي خپل شعار تکرار کړ "د امریکا برم به بېرته پر ځای کړو " ، دغه مهال بارک اوباما واورېدل شو، چې ویل یې، "ډېر ښه، ډېر ښه ".

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې

سپینې ماڼۍ ته د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ننوتو وروسته پخواني ولسمشر باراک اوباما او مېرمن یې مېشل د هغه هرکلی وکړ.

ټاکل شوي ولسمشر له اوباما او مېرمن سره یې له ګډ تصویر اخیستو مخکې د سمندري ځواک هغو سرتېرو ته سلامي وکړه، چې د سپینې ماڼۍ ساتونکي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption باراک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړ

ښاغلي اوباما ټرمپ او مېرمن میلانیا سره په لاس ستړې مشي وکړه او ورته یې وویل:

'په لیدو مو خوشحال شوم، مبارکي درته وایم. '

ښاغلي ټرمپ ورغبرګه کړه 'ډېر ښه ! '

د بي بي سي خبریاله ساره رینز فورډ وايي، روسیې کې سپینې ماڼۍ ته د نوي میلمه راتلو په مناسبت مراسم تر سره کېږي او هلته داسې هیله مندي شته، چې ګواکې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له راتګ سره به د مسکو او واشنګټن اړیکي ښه شي.

د بي بي سي خبریاله وايي، د مسکو پر واټونو د ټرمپ تصویرونه لیدل کېږي او ان دا چې د ټرمپ په نامه برګر او خواږه هم په هټیو کې پلورل کېږي.

بل لور ته د بي بي سي خبریال ویل ګرانټ وايي مکسیکو کې د ټرمپ ولسمشرۍ له کبله ولس او سیاستوال د غوسې څرګندونه کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د مسکو پر واټونو د ډونالډ ټرمپ تصویرونه لیدل کېږي

د امریکا د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوړې مراسمو درشل کې د نوموړي د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې شوې دي.

امریکايي رسنۍ وایي، پولیسو د وضعیت کنټرولولو لپاره د ټرمپ د مخالفانو پرضد کیمیاوي مواد کارولي دي.

Image caption ښاغلی ټرمپ له لوړې وروسته د وینا په حال کې

په واشنګټن کې د نېشنل پرېس کلب مخ ته د ډونلډ ټرمپ په زرګونو مخالفان ټول شوي وو.

پر واشنګټن سربېره په نیویارک کې هم په سلګونو کسانو د ټرمپ نړیوال هوټل او مرکزي پارک کې د ټرمپ برج مخ ته د نوموړي د پالیسو پرضد مظاهره کړې ده.

د امریکا یووالی او لويي

د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو درشل کې د وینا پر مهال ژمنه وکړه، چې د دغه هېواد د خلکو ترمنځ به یووالی رامنځ ته کړي او د نوموړي په وینا د متحده ایالتونو له لاسه وتلې لویي به بیا ور په برخه کړي.

* د عکسونو البوم: د لوړې ورځ په تاریخ کې

* ټرمپ د امریکا او روسیې اړیکو ښه کېدو مخالفین "احمق" وبلل

نوموړي په واشنګټن کې د خپلو پلویانو په کنسرټ کې چې- د امریکا لويي را ژوندۍ کړئ- په نوم جوړ شوی و، دا هم وویل، چې بنسټیز بدلون او سمون به راولي.

هغه وویل، "موږ دا هېواد یو موټی کوو".

ډونلډ ټرمپ د امریکايي سیاستوالو په هکله وویل، "هغوی زموږ ډېر هېر کړي وو. په ټاکنیزو هڅو کې ما دا سړي او ښځې هېر شوي وبلل، خو نور تاسو هېر شوي نه یاست".

د هغه مېرمنې ملانیا ټرمپ د هالیووډ ستوري جان ویټ او امریکايي سندرغاړي سامویل مور هم په دې کنسرټ کې ګډون درلود.

ډونلډ ټرمپ او مېرمن یې له دې مخکې په ټرمپ نړیوال هوټل کې - چې له سپینې ماڼۍ ډېر لرې نه دی- د راتلونکې کابینې له غړو سره ولیدل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د امریکا نوم ورکو سرتېرو د درناوي مراسمو کې هم ګډون کړی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن لمنو کې د امریکا متحده ایالتونو ملي هدیرې ته لاړ او نوم ورکو سرتېرو ته یې د درناوي مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغه هدیره کې د امریکا په جګړو کې وژل شوي سرتېري ښخ دي.

که څه هم ډونلډ ټرمپ د امریکا پر یووالي ټینګا رکوي، خو د ډیموکراټ ګوند پلوی امریکایي میلیاردر جورج سوروس د پنجشنبې په ورځ نوموړی داسې درغل انسان وباله چې غواړي "ډیکټاټور" شي.

* ايا ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې د اوباما تګلاره بدله کړي؟

* د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ولسمشري په انځورونو کې

د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسم د واشنګټن پر مهال د جمعې په ورځ غرمه تر سره کېږي.

د نوموړي په لکونو ملاتړي په دې مراسمو کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللي دی.

ډونلډ ټرمپ د کابینې ټول ۲۱ غړي او شپږ نور چارواکي - چې واک یې باید په مشرانو جرګه کې تایید شي- سنا ته ور پېژندلي دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نیویارک او واشنګټن کې د ټرمپ مخالفانو مظاهرې کړې دي.

ورته مطالب