یحیی جامع ته تر غرمې د واک پرېښودلو وخت ور کړل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption د لوېدیزې افریقا ټلوالو په ټاکنو کې د بریالی نوماند ملاتړ کوي.

د لوېدیزې افریقا هېوادونو د ګمبیا پخواني ولسمشر یحیی جامع ته خبرداری ور کړی چې که تر غرمې پورې واک نه پرېږدي، نو پوځي مداخله به وکړي.

د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکې د لویدیزې افریقا سیمه ییزې ټلوالې د سینیګال له ځواکونو هم غوښتي چې په ګمبیا کې نور مخته لاړ نه شي.

دا ټلواله د ګمبیا په اوسنیو ټاکنو کې د بریالي نوماند اداما بارو ملاتړ کوي.

* د ګمبیا حکومت 'اسلامي جمهوریت' شو

* لندن کې د یوې مغازې ساتونکی د ګمبیا ولسمشر شو

د ټلوالې ویاند مارسل الین ډي سوزا ویلي، چې د دې مسلې د اواري لپاره د ګانا د ولسمشر الفا کنده په مشرۍ د جمعې په سهار وروستۍ هڅې شوې او که ناکامې شوې، نو په ځواب کې به پوځي ګام پورته شي.

'که د جمعې ورځې تر غرمې پورې یحیی جامع واک نه پرېږدي، نو هرو مرو به پوځ ته مخه کړو'.

له دې مخکې د سینیګال د پوځ ویاند ویلي، چې د دغه هېواد پوځیان ګاونډۍ ګمبیا ته ننوتي، چې هلته ټاکنو کې بریالي اداما بارو ته د واک لېږد باوري کړي

له دې لږ مخکې ښاغلي بارو په سینیګال کې د خپل هېواد سفارت کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یحیی جامع له ۱۹۹۴ کال پاڅون راهیسې پر دغه هېواد واکمن دی.

په نړیواله کچه نوموړی د ولسمشرۍ لپاره وړ بلل کېږي، خو پخواني ولسمشر یحیی جامع د واک له پرېښودو انکار کړی، چې د پارلمان ملاتړ هم لري.

د لوېدیزې افریقا هېوادونو خبرداری ور کړی چې په زور به یې له واک لرې کړی. ملګری ملتونه هم د ښاغلي بارو ملاتړ کوي.

د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا ۱۵ غړو وویل، چې دا کشاله باید 'په سیاسي ډول' اواره شي.

ورته مطالب