د عکسونو البوم: فېشني لومړۍ مېرمنې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۹۲۵ د مارچ څلورمه: ولسمشر کالوین کولیج (۱۹۳۳-۱۹۷۲) او د هغه ښځه او لومړۍ مېرمن ګرېس کولیج (۱۹۵۷-۱۹۷۹) واشنګټن کې له سپینې ماڼۍ وځي. ولسمشر انجیل ورسره اخیستی چې د ولسمشر په توګه پرې لوړه وکړه. اغلې کولیج د ګلانو یوه ګېډۍ ورسره لېږدوي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړۍ مېرمن د ۱۹۴۱ کال د جنورۍ پر ۲۰مه، د خپل مېړه د درېیمې لومړې مراسمو پر ګهیځ د تک سور وړین کمیس اغوستی. الینور روزیویلټ له وړین کمیس سره له وړیو جوړه خولۍ هم پرسر کړې ده.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر او مېرمنې ډویټ ډي د لوړې دویمو مراسمو کې (۱۹۵۷، جنوری ۲۱مه). د دوی زوی جان ایس ډي ایسنهور او د هغه مېرمن باربارا جین ایسنوهور یې ښۍ خوا ته ولاړ دي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا پخوانی ولسمشر جان ایف کینیډي (۱۹۶۳-۱۹۱۷) او مېرمن یې (لومړۍ مېرمن) جاکولین کینیډي (۱۹۹۴-۱۹۲۹). د دې کمیس اولګ کاسینی ډیزاین کړی و. دوی د لومړې مراسمو کې واشنګټن کې ګډون کوي (۱۹۶۱ جنوري ۲۰مه).
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر لینډون بي جانسن (۱۹۷۳-۱۹۰۸) له خپلې مېرمنې (لومړۍ مېرمن) بیرډ جانسن (۲۰۰۷-۱۹۱۲) او مرستیال ولسمشر هوبرټ همفېری (۱۹۷۸-۱۹۱۱) [له کيڼې خوا دویم] سره واشنګټن کې د نېشنل سیټي عیسوي کلیسا کې. د ۱۹۶۵ د جنورۍ پر ۲۰مه، د لوړې ورځ.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سترې محکمې مشر ایرل وارین (۱۹۷۴-۱۸۹۱) (کيڼ خوا ته دویمه) د ولسمشر په توګه د ریچرډ نیکسن (۱۹۹۴-۱۹۱۳) د لوړې مراسمو پرمهال د ۱۹۶۹ کال د جنورۍ پر ۲-مه قسم خوري. پټ نیکسن (۱۹۱۲) یې په منځ کې په سور کوټ کې ولاړه ده. ولسمشر لینډون (۱۹۰۸-۱۹۷۳) کیڼ خوا ته لرې ولاړ دی. مرستیال ولسمشر سپیرو اګنیور هم د لیدو وړ دی، خو د نیکسن تر لاس پناه ښکاري.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوې لومړۍ مېرمن روسالین کارټر د ولسمشر جیمي کارټر د لومړې مراسمو لپاره خپله لور امي سمبالوي (۱۹۷۷ جنوری ۲۰مه).
د انځور حقوق Getty Images
Image caption رونالډ ریګن او نانسي ریګن د ۱۹۸۱ د جنورس ۲۰مه، تر بریا ورسوته د ریګن د لوړې لومړیو مراسمو کې خوشحالۍ کوي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن (منځ کې) د امریکا د ۴۰م ولسمشر په توګه د قاضي القضات وارن برګر (ښۍ خوا ته) پروړاندې لوړه کوي. مېرمن یې نانسي ریګن (منځ کې) هم د لومړې مراسمو کې ولاړه ده (۱۹۸۵، جنوري ۲۱مه).
د انځور حقوق Getty Images
Image caption جورج بوش د موسکا په حال کې له د لومړۍ مراسمو کې د ګډون پرمهال.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption هیلیري کلنټن واشنګټن کې د ۱۹۹۳ کال د جنورۍ پر ۲۰مه د موسکا په حال کې.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر بیل کلنټن د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته د تګ په حال کې له خپلې مېرمنې (لومړۍ مېرمنې) هیلیري کلنټن سره چک چکې وهي (۱۹۹۷، جنوری ۲۰مه). کلنټن د باب ډول له ماتولو وروسته د لوړې ګڼو مراسمو کې ګډون وکړ.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش مېرمن رولا بوش واشنګټن کې د کانګرس مخې ته ۲۰۰۱ د جنورۍ ۲۰مه- د لومړې مراسمو کې.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا لومړۍ مېرمن میشل اوباما د ۲۰۰۹ د جنورۍ پر ۲۰مه واشنګټن کې د لومړې مراسمو پرمهال.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمن میشل اوباما د ۲۰۰۹ د جنورۍ پر ۲۰مه واشڼګټن کې د لومړې مراسمو ځای کې روان دي. اوباما د امریکا د ۴۴م ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړی د امریکا لومړنی افریقا الاصله ولسمشر دی.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ وروسته تر هغه چې اوباما له سپینې ماڼۍ ووت، د کانګرس ودانۍ ته د تګ پرمهال (۲۰۱۷ جنوري ۲۰مه). ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه د جمعې په ورځ لوړه وکړه.